1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل د خپلو عسکرو د درنو تلفاتو رپوټ ورکړی

۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

اسرائيل په غزه کې په يوه ورځ کې د خپلو ډېرو عسکرو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. په دې منځ کې امريکا او بريتانيا يو ځل بيا په يمن کې پر حوثي ملېشو هوايي بریدونه کړي دي.

په غزه کې اسرائيلي عسکر د عملياتو په حال کې
په غزه کې اسرائيلي عسکر د عملياتو په حال کېانځور: Israel Defense Forces via REUTERS

اسرائيل په غزې تراډه کې د جګړې له پېل راهېسې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴ عسکرو د وژل کيدو سره په يوه ورځ کې د تر ټولو درنو تلفاتو رپوټ ورکړی دی.

دا د تيرکال د اکتوبر مياشتي پر ۷ پر اسرائيل باندي د حماس د ترهګریزو بريدونو وروسته پر غزې باندي د اسرائيل د تهاجمي عملياتو له پېل راهیسې په يوه ورځ کې د وژل شويو عسکرو تر ټولو لوړ شوی دی.

په يوه پېښه کې د ۲۱ عسکرو په وژل کيدو سره د تلفاتو شمير دې لوړې کچې ته رسيدلی دی. د پوځ وياند دانيل هګاري، وويل چې وسله والو د عسکرو څنګ ته پر ولاړ ټانک باندې چې د دوو ودانیو د له منځه وړولو پاره یې چاوديدونکي مواد چمتو کول، د راکټ په وسيله لاسي بم غورځولی دی.

ورته مهال په يوه دوه پوړیزه ودانۍ کې چاودنه شوې ده چې له کبله یې ودانۍ پر عسکرو را نړيدلې ده.

هګاري د سه شنبې په سهار يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل: «موږ لا هم د پېښې د جزياتو او د چاودنو د علت په اړه پلټنو او څيړنو ته دوام ورکړی دی.»

دا پېښه د حماس پر ضد د اسرائيل د جګړې له پېل راهېسې د اسرائيلي عسکرو له پاره يوازنی تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د اسرائيل پوځ: خان يونس ښار مو کلابند کړی

د اسرائيل دفاعي ځواک (IDF) ويلي دي چې د غزې تړانګې جنوبي ښار خان يونس یې کلابند کړی دی او د تېرو ۲۴ ساعتونو په سختو نښتو کې یې «ډېر ترهګر» وژلي دي.

اسرائيل ويلي دي چې د غزې تر ټولو ستر ښار خان يونس د حماس د «خان يونس ليوا» پوخ سنګر دی. د حماس ډله د متحده ایالاتو، اروپا او يو شمیر نورو هېوادونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

پوځ وويل: «تېره ورځ د اسرائيل دفاعي ځواک عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې خان يونس محاصره او په سيمه کې ژور عمليات وشول. دا سيمه د حماس د خان يونس ليوا پوخ سنګر دی.»

پوځ زياته کړې ده: «ځمکني پوځونه په نږدې لاس په لاس جګړه کې ښکيل ول چې [هوايي] بريدونه یې هدايت کول او د ډزو همغږۍ له پاره له استخباراتو څخه استفاده د يو شمیر ترهګرو د وژل کیدو باعث شوه.»

نتانياهو په غزه کې د «قاطع بريا» هوډ څرګند کړی

د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو ويلي دي چې اسرائيل به په غزه کې تر «قاطع بريا» پورې د جګړې له لارې فشار وارد کړي که څه هم چې پوځ یې په سيمه کې په يوه ورځ کې تر ټولو ډېر تلفات لرلي دي.

نتانياهو وويل: «تېره ورځ د جګړې له پېليدو راهېسې موږ تر ټولو سخته ورځ تجربه کړه.» هغه زياته کړه: «زموږ د اتلانو په نوم او زموږ د خپل ژوند په خاطر به موږ تر پريکړنده بريا پورې جګړه ونه دروو.»

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

01:19

This browser does not support the video element.

نتانياهو ویلي دي چې پوځ یې د دې «ناوړه پېښې» پلټنې کوي چې په ترڅ کې يې په غزه کې د دوشنبې په ورځ هغه وخت ۲۱ عسکر ووژل شول چې په ودانيو کې چاودنه وشوه.

امريکا او بريتانيا پر حوثي ياغیانو تازه بريدونه کړي

امریکا متحده ایالاتو او بريتانيا په یمن کې پر هدفونو ګډ بريدونه کړي دي چې د دواړو هېوادونو په وينا يې موخه دا وه چې په سره سمندرګي کې پر کښتيو باندي د حوثي ياغيانو د بريدونو وړتيا راکمه کړي.

ويل شوي دي چې د جنګي جټ الوتکې ترڅنګ له جنګي بيړيو او اوبتلونو څخه توماهاک میزايل توغول شوي څو د حوثيانو د میزايل زېرمې او راکټ لانچرونه په نخښه کړي.

دا په دې تیرو اونيو کې دويم ځل دی چې امريکا او بريتانيا په يمن کې د حوثيانو پر هدفونو ګډ بريدونه کوي.

د حوثيانو تر ولکې لاندې کار کوونکو رسنيو ویلي دي چې بريدونو پلازمينه صنعا او يو شمير نور ايالتونه په نخښه کړي دي.

په غزه تراډه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو له پېل راهېسې، د حوثيانو ياغې ډله چې د ایران ملاتړ لري، په وار وار سره په سره سمندرګي کې پر تجارتي کښتيو بريدونه کوي او ادعا کوي چې دغه کښتۍ له اسرائيل سره اړيکه لري.

د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي: «د دې په دقت ترسره شويو بريدونو موخه دا ده چې د نړيوال تجارت او د کښتيو د بې ګناه کارکوونکو د ژوند د ګواښلو د حوثي ياغيانو وړتياوې اخلال او راکمې کړل شي.»

زياته شوې ده چې دا پر حوثي ياغيانو د امريکا د بريدونو اتم پړاو او د بريتانيا سره دويم ګډ عمليات ول.

د بريتانيا د دفاع وزير ګرانت شاپس، وويل چې دا ګام «د نړيوال تجارت د ګواښلو د حوثيانو پر محدوده وړتيا او زيرمو يو بل وار وو.»

امريکا ويلي دي چې استرليا، بحرين، کاناډا او هالند د دې وروستي پوځي ګام ملاتړ کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې ترسره شوي بريدونه تر اوسه د دې باعث شوي نه دي چې په سره سمندرګي کې پر کښتيو د حوثيانو د بريدونو مخه ونیوله شي.

ب.ص/ ن. ز (AP, dpa, Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب