1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل د فلسطينيانو احتجاجي کمپ تړلی دی

۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

اسرائيلي امنيتي ځواکونو په لويديځ اردن سيمه کې د فلسطيني فعالينو يو احتجاجي کمپ تړلی دی. تقريبا ۲۰۰ فليسطينيان د لومړي وزير بنيامين نېتنياهو په امر له دغه کمپ څخه وايستل شول او يا په خپله خوښه ځنې ووتل. دغه خبر پوليسو ورکړی دی او ويلي يې دي چې له تاوتريخوالي کار نه دی اخيستل شوی.

فعالينو د جمعې په ورځ کېږدۍ ودرولې او د يهودانو د استوګنځايونو د جوړولو پر ضد يې احتجاج وکړ. د اسرائيل پر حکومت باندې له دې کبله ملګرو هېوادونو لکه آلمان هم نيوکې وکړې. دغه هېوادونه وېره لري چې د اسرائيل له خوا په دغه سيمه کې د استوګنځايونو په جوړولو سره به د فلسطينيانو د يو دولت رامنځ ته کولو ته خنډونه ايجاد شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب