اسرائيل لوړ پوړي افسران له دندو ګوښه کړل
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه
د اسرائيل د پوځ مشر ايال زامير ويلي دي چي هغه څو لوړ پوړي افسران له دندو ګوښه کړي او څو نور يې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندي د حماس د بريد په مخنيوي کي د پاته راتلو په سبب ملامت کړي دي.
دا پريکړه د يکشنبې په ورځ ناوخته تر داخلي تحقيقاتو وروسته اعلان سوه.
د پوځي مشرانو ګوښه کېدو ته څه دليل وړاندي سو؟
زامير وويل چي هغه »د اسرئيل د دولت د ملګي وګړو په ساتنه کي د پوځ د ناکامۍ« له امله لوړ پوړي قوماندانان له دندو ګوښه کړي او ملامت کړي دي.
په يوه بيانيه کي پوځ تائيد کړې ده چي افسرانو ته ويل سوي ول چي دوی به نور د احتياطي افسرانو له دندې څخه ليري او نور به خدمت و نه کړي.
زامير د اسرائيل دفاعي ځواکونو (IDF) ته په اشارې سره وويل: »د اسرائيل پوځ د اکتوبر مياشتي د ۷ نېټې په خپل اصلي ماموريت يعني د اسرائيل د ملکي وګړو په ساتنه کي ماته وخوړه.«
هغه زياته کړه: »دا يوه سخته، ښکاره او سيستماتيکه ناکامي ده چي د پيښي په درشل او د هغې په جريان کي له پريکړو او جريان کي له پريکړو او چلند سره تړاو لري.«
»د هغې ورځي درسونه ډېر او د پام وړ دي او دا بايد زموږ د راتلونکي له پاره چي په پام کي لرو د اسرائيلو پوځ هغه لور ته حرکت وکړي د قط نما په شان وي.
په داسي حال کي چي نورو ته به رسمي سزا ورکړل سي، يوه افسر ته خبر ورکړل سو چي دنده يې نور پای ته رسېدلي ده، يوه بل پخپله استعفا وړاندي کړه.
هغه کسان چي له احتياطي دندې څخه برطرفه سوي دي، پکښې د استخباراتو رياست، عملياتي رياست جنوبي قومندانۍ پخواني مشران شامل دي، چي ټولو يې دمخه له فعالي دندې څخه استعفا کړې وه خو په احتياطي دندو کي ول. جنوبي قومانده د غزې د شاوخوا امنيت څارنه کوي.