1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل په غزه کې د حماس پر مورچلونو بريد کړی

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

اصلا ډزبندي ده، خو بيا هم ډزې وشوې: پر اسرائيل تر راکټي بريدونو وروسته اوس اسرائيلي پوځ د غزې پر تراډې باندې هوايي بريدونه کړي دي.

Gazastreifen Khan Yunis | Israelischer Luftangriff
انځور: Getty Images/AFP/A. Rahim Khatib

يو ځل بيا اسرائيلي جنګي الوتکو د پوځ په وينا د غزې په تراډه کې د وسله والو فلسطينيانو پر هدفونو باندې بريدونه کړي دي. د نورو ورځو په تفاوت سره د جمعې په ماخستن دا ځل د اسلامي جهاد په نوم تندلارې ډله په نخښه شوې نه ده، بلکې د اسلامپاله حماس ډلې مواضع وېشتل شوي دي. دغه خبره د اسرائيل پوځ د تويتر د لارې کړې ده بې له دې چې جزئيات په ډاګه کړي.تر دې مخکې ويل شوي ول چې د غزې له تراډې څخه دوه توغندي د اسرائيل په سويل کې پروت پر بېرشېوا ښار باندې توغول شوي ول کوم چي دواړه په هوا کې شنډ کړل شول.
دغه وروستۍ ترينګلتيا وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې د سه شبنې په سهار (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۲مه) د اسرائيلو په یوه هوايي بريد کې د يوې جهادي ډلې لوړپوړی قوماندان، بها ابو العطا په هدفمن ډول وژل شوی وو. د «اسلامي جهاد» په نوم ډلې او حماس دواړو ورپسې د غچ اخيستلو اعلان کړی وو. د بنجشنبې په ورځ اسرائيل او اسلامي جهاد ډلې البته د مصر او د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب پر يوه اوربند توافق کړی وو.

د اشکېلون په ښار کې د اسرايليانو دفاعي توغندي چې نور توغندي ولي (آرشيف انځور)انځور: Reuters/A. Cohen

د اسلامي جهاد ډله د اروپايي ټولنې او د امريکا متحده آيالاتو له خوا يو تروريستي سازمان بلل کیږي چې په تېر وخت کې يې هم پر اسرائيل باندې ګڼ بريدونه کړي دي. د ايران له خوا تمويلېدونکي دغه سازمان ځان ته د اسرائيلي دولت د ماتولو او له منځه وړلو هدف ټاکلی دی.

jv/jj (dpa, afp)-ns/awa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل