1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمد فلسطین سیمه

اسرائیلي پوځ: غزه کې د حماس وروستی لوړپوړی قوماندان ووژل شو

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۸, یکشنبه

اسرائیلي پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس ترهګرې ډلې د یوه لوړپوړي قوماندان او دغې ډلې یو له بنسټ ايښودونکو حکیم محمد عیسی العیسي د وژلو خبر ورکړی دی.

د حماس ترهگرې ډلې یو لوړپوړي قوماندان د اسرائیل په برید کې وژل شوی
د حماس ترهگرې ډلې یو لوړپوړي قوماندان د اسرائیل په برید کې وژل شویانځور: Bashar Taleb/AFP/Getty Images

د اسرائیلي پوځ د چارواکو په وینا «حکیم محمد عیسی العیسی» د حماس په نظامي څانګه کې د «جنګي ملاتړ رئیس» دنده درلوده چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ پر اسرائیل د دغې ډلې د خونړي برید په پلانولو او عملي کولو کې یې مهم نقش درلود.

د اسرائیلي پوځ د معلوماتو له مخې العیسی په غزه کې د حماس ډلې وروستی لوړپوړی قوماندان و. اوس چې په غزه کې د جګړې د پيلیدو شاوخوا یونیم کال کیږي او د حماس اصلي جوړښت ته د اسرائیل له خوا سخت ضربات وارد شوي دي، د دې ډلې د توان پر بیارغونې مصروف و.

د اسرائیلي پوځ په وینا د العیسی د وژلو عملیات د دغه هیواد د داخلي امنیت او استخباراتو سازمان (شاباک) په همکارۍ ترسره شوي دي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل