1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو له حماس پرته د دوو دولتونو له حل لارې ملاتړ وکړ

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس او ډي پي اې
۱۴۰۴ شهریور ۲۲, شنبه

د ملګرو ملتونو د «نیویارک اعلامیه» د یو فلسطیني دولت د جوړېدو او په غزه کې د حماس د حاکميت د پای له پاره د موثرو اقداماتو نقشه ترسیموي. ملګرو ملتونو له دغې اعلامیې ملاتړ کړی، خو اسرائیل نه ده منلې.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله
د م.م. سازمان له هغه پريکړه لیک چې د اسرائيل او فلسطینیانو له پاره د دوو جلاو دولتونو د حل لارې غوښتونکی دی، ملاتړ وکړانځور: Lev Radin/Pacific Press/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان له هغه پريکړه لیک چې د اسرائيل او فلسطینیانو له پاره د دوو جلاو دولتونو د حل لارې غوښتونکی دی، ملاتړ وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ دغه پریکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ. پریکړه لیک له هغې اعلامیې ملاتړ کوي کومه چې د حماس له مشارکت پرته د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د دوو جلاو دولتونو د حل لارې غوښتنه کوي. په اعلامیه کې د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ حل لارې ته د رسېدو له پاره «د ملموسو، زمان بندي شويو او بېرته نه راګرځېدونکو ګامونو» غوښتنه شوې ده.

دغه اووه مخیزه اعلامیه په جولای میاشت کې د سعودي عربستان او فرانسې په ابتکار د ملګرو ملتونو سازمان له کنفرانسه اخیستل شوی چې د څو لسیزو شخړو په هکله جوړ شوی وو. امریکا متحده ایالاتو او اسرائيل دغه غونډه تحریم کړې ده.

دغه پریکړه لیک د ۱۴۲ موافقو، ۱۰ مخالفو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوی دی. 

نور ولولۍ: اسرائيل په دوحه کې د حماس پر چاراکو د بريد ادعا کړې

د ملګرو  اعلامیه همدارنګه «د اسرائيل او فلسطینیانو په جګړه کې د دوو جلا دولتونو د حل لارې د موثرې عملې کېدو پر اساس، په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او ېوې عادلانه، سولیزې او تل پاتې حل لارې ته د رسېدو غوښتنه کوي.»

له دې ورهاخوا، دغه اعلامیه حماس ډله هم محکوموي او په غزه کې د دغې ډلې د بشپړ له منځه وړلو له پاره هڅه کوي. اعلامیه تر دې مخکې د عرب اتحاد له خوا تائید او د ملګرو ملتونو سازمان ۱۷ غړو هېوادونو چې ېو شمېر عرب هېوادونه هم پکې شامل دي، لاسلیک شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «په غزه کې د جګړې د پای په چوکاټ کې، حماس باید په غزه کې خپل حاکميت پای ته ورسوي او د فلسطینیانو د یو مستقل دولت په لار کې دې خپلې وسلې د ملګرو ملتونو په ملاتړ او مشارکت، فلسطیني خودګردانه تشکیلاتو ته وسپاري.»

اسرائیل د ملګرو ملتونو اعلامیه سره مخالفت وکړ

 اسرائیل د ملګرو ملتونو اعلامیه چې د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ د دوو جلاو دولتونو د حل لارې ګامونه ترسموي، رد کړه.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اورن مارمورشتاین، پر اکس شبکه لیکلي چې دغه اعلامیه ښيي چې عمومي اسامبله «له واقعیته لیرې د سیاسي نندارې یو ځای» دی.

مارمور شتاین زیاته کړې: «د دغه پریکړه لیک له خوا د تائيد شوو لسونو بندونو حتی په یو ځای کې هم د دې اشاره نه ده شوې چې حماس یو تروریستي سازمان دی.»

نور ولولۍ: په غزه کې جگړه؛ حماس ته د ترمپ "وروستی خبرداری"

حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې، آلمان او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د یو تروریستي سازمان په توګه پېژندل کيږي.

ویاند ويلي: «دغه پریکړه لیک د سولې لار مخته نه وړي، بلکې برعکس حماس د جګړې ادامې ته هڅوي.»

دغه سند له حماس څخه غوښتي چې په غزه تړانګه کې خپل حاکمیت ته د پای ټکی کېږدي او خپلې وسلې د ملګرو ملتونو د یو موقتي پروګرام په ملاتړ د فلسطينانو خودګردانه تشکیلاتو ته وسپاري.

په سند کې همدارنګه د اسرائيلي یرغملانو د ازادولو غوښتنه شوې ده. په مقابل کې له اسرائیله غوښتل شوي چې په لويديځه اشغالي غاړه کې دې د ښارګوټو جوړولو فعالیتونه متوقف کړي او په غزې تړانګه کې دې پوځي حملې پای ته ورسوي.

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو، د پنجشنبې په ورځ، سربېره پر دې چې په لويديځه غاړه کې ېې د اسرائيلي ښارګوټو د غځولو جنجالي طرحه لاسلیک کړه، ژمنه وکړه چې «هېڅ کله به یو فلسطیني هېواد تشکیل نشي.»

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

01:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل