1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل ته تللی پاکستانی خبریال ولې له دندې ګوښه شوی؟

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

په متحده آيالاتو کې مېشت د اسلامي يهودي اړيکو د ودې يوې ټولنې له پاکستاني دولتي تلويزيون څخه هیله وکړه چې خپل يو وياند بېرته په دنده وګماري. نوموړی تېره مياشت اسرائيل ته د سفر له کبله له کار څخه ګوښه شوی وو.

China | Symbolbild Pressefreiheit
انځور: Li Xiang/Xinhua/Photoshot/picture alliance

د مخيريق په نوم ډلې، چې هم مسلمان او هم يهودي غړي لري چې اکثريت يې د امريکا په متحده آيالاتو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې اوسيږي، داسې مهال د پاکستان له دولتي تلويزيون څخه دغه هيله کوي چې پاکستانی ژورناليست، احمد قريشي، بيت المقدس ته تر سفر کولو وروسته له دندې ګوښه شو. نوموړي هلته د اسرائيل له ولسمشر، اسحاق هېرڅوګ، سره وکتل.

قريشي د يوې ۱۵ کسيزې ډلې غړی و چې ډېری يې له پاکستان څخه بهر اوسېدونکي پاکستانيان دي کومو چې اسرائيل ته سفر وکړ. دغه سفر په پاکستان کې له سختو نيوکو سره مخامخ شو. پاکستان يو ډېری مسلمان میشته هېواد دی چې د اسرائيلي فلسطيني شخړې له کبله له اسرائيل سره ديپلوماتيکې اړيکې نه لري.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان دولتي تلويزيون په ټويټر کې وليکل، قريشي چې اسرائيل ته يې سفر کړی دی، د »شخصي وجوهاتو« له مخې له دندې ګوښه کيږي. د هغو کسانو په ډله کې چې دغه سفر يې وغانده، د پاکستان پرځول شوی لومړی وزير عمران خان هم دی. خان ادعا وکړه چې بيت المقدس ته دغه سفر په دې هدف شوی چې د پاکستان له خوا د اسرائيل رسميت پېژندنې ته لاره هواره کړي. خو په سفر تللي پلاوي دغه خبره رد کړې ده. د پاکستان حکومت همداراز ويلي دي چې داسې پلان نه شته چې له اسرائيل سره دې اړيکې جوړې شي.

 

د مخيريق کمپاين اجرائيوي مديرې، ايلي کوهانيم، د جمعې په ورځ وويل چې قريشي د »يوې هدفمنې سياسي اجنډا هدف ګرځېدلی سره له دې چې فقط د ژورناليست په صفت خپله دنده يې مخ ته وړله.« هغې دا هم ويلي دي چې د عمران خان تر انتقاد وروسته  نوموړي ته د مرګ ګواښونه هم شوي دي.

کوهانيم زياته کړه چې د مخيريق ډله يوه نوې غير دولتي ټولنه ده چې »هڅه کوي د مشترک تاريخ او مشترکو ارزښتونو په سر رغونه وکړي څو مسلمانان او يهودان سره په دې پوهې سره نژدې شي چې په ګډه زموږ ولسونه د يوه پخواني تماس يو نوی باب ليکلی شي.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب