1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل ته د آلماني تسلیحاتو صادرات د درېدو په درشل کې دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه

اسرائیل ته د آلماني تسلیحاتو پر صادرولو تر محدودیت لګولو پنځه اوونۍ وروسته، د هغو وسلو ورکړه چې مخکې تائید شوې وه، د بشپړ توقف په درشل کې ده. دغه محدودیتونه د آلمان د صدراعظم فریدریش مېرڅ لخوا لګول شوي دي.

د آلمان (کيڼ لور) او اسرائیل بیرغونه
​​اسرائیل ته د آلماني تسلیحاتو پر صادرولو تر محدودیت لګولو پنځه اوونۍ وروسته، د هغو وسلو ورکړه چې مخکې تائید شوې وه، د بشپړ توقف په درشل کې ديانځور: Liesa Johannssen/REUTERS

د آلمان د اقتصاد وزارت منلې چې د محدودیتونو تر لګېدو وروسته اسرائیل ته وسلې نه دي ورکړل شوي. وزارت دغه خبره د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د کيڼ اړخي ګوند د استازي، اولرېش تودن، د پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

د حکومت په دغو معلوماتو کې چې د آلمان خبري آژانس ته هم رسېدلي، راغلي چې د اګست په ۸مه چې مېرڅ دا ډول یو تصمیم اعلان کړ، د سپتمبر تر ۱۲مې پورې «هېڅ تحويلي» نه ده شوې.

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د اګست په ۸مه اعلان وکړ چې په حاضر وخت کې به اسرائیل ته د هر ډول پوځي تسلیحاتو صادرات چې له هغو څخه د غزې په جنګ کې استفاده وشي، تائید نه کړي.

د مېرڅ دغه تصمیم په غزې تړانګه کې د اسرائیل د وسله والو ځواکونو د اقداماتو په غبرګون کې و چې دا د اسرائیل په هکله د آلمان د سیاست په مسیر کې د بدلون ښکارندوي کوي.

د آلمان د اقتصاد وزارت چارواکي، توماس شتیفن، هم وویل چې دولت «په موردي توګه او اړوند وضعیت ته په کتو تر دقیقې ارزونې وروسته، د امنيتي او خارجي سیاست او همدارنګه د قانوني الزاماتو په پام کې نیولو سره» دا ډول یو تصمیم نیولی دی.

خو هغه زیاته کړه چې آلمان «د اسرائیل په هکله د خپل سیاست اصول له سره تائیدوي او په ځانګړې توګه د اسرائيل هېواد حفاظت ته ژمن دی.»

د آلمان حکومت مخکې له دې چې د وسلو پر صادراتو محدودیتونو ولګوي، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر حکومت ېې له فلسطینیانو سره د چلند په دلیل نيوکې په تدريجي توګه زیاتې کړې وې، خو د وسلو پر صادراتو ېې له محدودیت لګولو ډډه کړې وه.

د رپوټونو پر اساس، په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه کې له ساعر وړو جنګۍ کشتیو استفاده شوې چې د آلمان ساخت راداري تجهیزات او پر مختللي توپونه لري.

آلمان اسرائیل ته د وسلو یو د لویو صادرونکو هېوادونو څخه دی. په دغو تسلیحاتو کې تر ډېره سمندري تجهیزات لکه کښتۍ، اوبتل او تر اوبو لاندې توغول کېدونکي توغندي شامل دي.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل