د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې خپلې موندنې یې د تیرو څو میاشتو پيښو، د اسرائیل د دولتي چارواکو د «غیر انساني اونسل وژنې » پر مبنا څرګندونو، د سټلایټ په وسیله د ویجاړیو د اخیستل شویو انځورونو، په سیمه کې د کارمندانو او د غزې د اوسیدونکو د رپوټونو پر بنسټ ترلاسه کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله نوموړي سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، خپل رپوټ د نړیوالې ټولنې له پاره «د خطر زنګ» بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان مشرې ایګنس کالامارد، ویلي دي «اسرائیل هره میاشت له فلسطینیانو سره غیر انساني چلند کوي، کوم چې د بشري حقونو او عزت سره په ټګر کې دی او په نړیواله کچه د قلسطينیانو د لمنځه وړلو له پاره د اسرائیل اراده څرګندوي.»
د کالامارد په وینا: «زموږ خواشينونکي پایلې باید د نړیوالې ټولنې له پاره د خطر زنګ و انګیرل شي. دا نسل وژنه ده چې اوس باید بنده شي.»
د بخښنې نړیوال سازمان مشرې ایګنس کالامارد، ویلي دي چې اسرائیل له فلسطینیانو سره غیر انساني چلند کويانځور: Carlos Garcia Granthon/ZUMA Press/picture alliance د اسرائیل غبرګون اسرائیل د نسل وژنې هر ډول تورونه په پرله پسې ډول ردوي. دغه هیواد وایي چې نړیوالو قوانینو ته یې درناوی کړی دی او په غزه کې له پولې اخوا د حماس له برید وروسته، د ځان د دفاع کولو حق لري.
اسرائیل د ایمنیسټي په رپوټ کې پر دغه هیواد د نسل وژنې تورونه له یهودانو سره د دښمنۍ په بللو سره په سختۍ سره رد کړي دي. اسرائیل د انصاف نړیوالې محکمې دغه تورونه ننګولي دي او د نړیوالې جنایي محکمې هغه تور یې هم رد کړی دی چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع پخواني وزیر «په غزه کې جنګي جنایت» کړی دی.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د غندلو وړ او جنوني سازمان ایمنیسټي انټرنیشنل یو وار بیا له ځانه جوړ کړی رپوټ وړاندې کړی دی چې ټول درواغ دي.»
اسرائیل د حماس په تورنولو سره ویلي دي: »حماس چې د اسرائیل د نیست او نابودولو اراده ېې کړې ده په اسرائیل کې یې له ترهګریز برید کولو سره قتل عام وکړ، چې په نتیجه کې یې جګړه پیل شوه.
اسرائیل دا هم ویلي دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان دفاع کوي او جګړه یې د غزې له خلکو سره نه، بلکې له حماس سره ده.
ایمنیسټي پر اسرائیل د ۱۹۵۱م کال د نسل وژنې ضد کنوانسیون د نقضولو تور لګولی دی: «هغه [اسرائیل] د یوه پلان شوې طرحې پر اساس د غزې فلسطیني اتباع په فزیکي ډول لمنځه وړلو سره په کراره کراره د مرګ پر لور ور ټيل وهي.»
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. انځور: Fatima Shbair/AP/picture alliance د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
انځور: Belal Al SabbaghAFP/Getty Images د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
انځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance د پاته سویو کسانو په لټه کي د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
انځور: Saleh Salem/REUTERS اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
انځور: Oren Ziv/AP/picture alliance د غزې پر پوله اسرائيلي ځواکونه اسرائيل ۳۰۰ زره ریزرف ځواکونه چمتو کړي دي. د غزې اوسیدونکي ویره لري چي اسرائيل به مځکني عملیات شروع کړي. د غزې پولي ته د اسرائيل زغروال موټر او پوځي تجهیزات لېږل سوي او پولي ته څېرمه د اسرائيل ښارګوټي یومخ تش سوي دي.
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance په غزه کي انساني ناورین ته انتظار جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images