د اسرائیل صدراعظم ، بنیامین نتانیاهو په سپینه ماڼۍ کې د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په یوې گډې ناستې کې د غزې د اوسیدونکو له انتقال څخه خبر ورکړ او ويې ویل :«که څوک وغواړي چې پاته سي، هغه به پاته او که غواړي چې ولاړ سي، نو باید وکولای سي چې ولاړ سي.»
نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۷مه) د دغه ناستې په ترڅ کې زیاته کړه:« موږ له امریکا متحده ایالاتو سره ډیره نیژدې همکاري لرو، تر څو داسي هیوادونه پیدا کړو چې وغواړي هغه څه عملي کړي چې تل یې ویلي دي؛ یعني دا چې هغوی غواړي د فلسطیناینو له پاره ښه تره راتلونکی جوړ کړي. زه فکر کوم چې ددغه هدف له پاره موږ د څو هیوادونو په پیدا کولو کې سره نیژدې سوي یو.»
دونالد ټرمپ د فلسطیناینو د انتقال د طرحې په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې په دې برخه کې داسرائیل له گاونډیو هیوادونو سره ښه همکاري موجوده ده. ترمپ جزیاتو ته اشاره ونه کړه.
په عین حال کې په قطر کې د اسرائیل او حماس د ډلې استازې د غزې په تراډه کې د اوربند او هغو یرغملو د آزادیدو له پاره چې د حماس په توقیف کې دي د غیر مستقیمو خبرو اترو د ترسره کولو په حال کې دي. ترمپ نوموړې موضوع ته په اشارې سره وویل:« امکان لري چې په همدې اونۍ کې یو توافق ترلاسه سي.»
د اسرائیل له خوا جوړ سوي کمپ کې د غزې د اوسیدونکو مېشت کول اسرائیل په پام کې لري چې د رفح پر ویجاړیو د یوه ستر کمپ په جوړولو سره ، ۶۰۰ زره فلسطیني ښځې، نارینه او کوچنیان ځای پرځای کړي. د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتڅ، وايي چې دغه کار یوازي ۶۰ ورځې وخت نیسي.
کاتڅ دغه ځای "د بشر دوستۍ ښار"نومولی او زیاتوي هر هغه څوک چې ورننوزي، نو بیا به د وتلو اجازه ونه لري.
د اسرائیل د دفاع وزیر د غزې د تراډې په جنوب کې د یوه ستر کمپ د جوړولو له پاره د پلان امر صادر کړی دی. کاتڅ، وايي چې له دغه کار څخه هدف، ددغې محاصره سوې سیمې پر خلکو باندې د حماس د ترهگړې ډلې د قدرت او نفوذ کمزوري کول دي.
خو اسرائیلی د بشري حقونو مدافع مایکل سفارد د "گارډین" له ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې دغه طرحه "د بشریت په وړاندي جنایت" بللی دی.
د اسرائیل د دفاع د وزیر له خولې د غزې د اوسیدونکو د میشتېدو د طرحې جزئیات د کاتڅ په خبره به کمپ، د رفح د ښار پر ویجاړیو چې د غزې د جگړې پر وخت له منځه تللی، جوړ سي او په هغه کې به په سلونو زره فلسطینیان چې همدا اوس د المواصي په سیمه کې په خیمو کې ژوند کوي، ځای پر ځای سي.
په پام کې ده چې ددغه کمپ مدیریت او اداره به د "د نړیوالو شریکانو" پر اوږو وي او نه د اسرائیل د پوځ.
د اسرائیل د دفاع د وزیر په وینا، پوځ به یوازي د کمپ پر شاوخوا سیمو کې د امنیت د تأمینولو مسؤلیت پر غاړه ولري. هغه کسان چې نوموړې سیمې ته داخلیږي، باید له یوه تمځای څخه تیر سي ترڅو ډاډ ترلاسه سي چې د هغوی په ډله کې د حماس غړي نه وي.
ددغې طرحې له مخې هر څوک چې نوموړي کمپ ته داخلیږي، نور به له هغه څخه د وتلو اجازه ونه لري.
خو یوه کمپ ته د فلسطینیانو د لېږد په هکله د کاتڅ څرگندونې، د اسرائیل د پوځ د لوی درستیز، ایال زمیر له خبرو سره په ټکر کی دي. زمیر د دوشنبې په ورځ د جولای پر اومه نیټه د هیواد د سترې محکمې په وړاندې اعلان کړی ؤ چې پوځ د غزې په تراډه کی د فلسطینیانو د جبري ځای پرځای کولو په هکله هیڅ ډول برنامه نه لري.
په اسرائیل کې افراطي ځواکونه د هغوی له ډلې څخه د بنیامین نتانیاهو په ښي اړخه حکومت کې ځیني وزیران، په ښکاره ډول د غزې د اوسیدونکو له «اجباري ځای پر ځای کیدو» او همدارنگه په دغه سیمه کې د اسرائیلي ښارگوټو له جوړولو څخه خبره کوي.
د غزې په ساحلي تراډه کې څه د پاسه ۲ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي چې ډیریو یې د غزې د جگړې پر مهال خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. انځور: Fatima Shbair/AP/picture alliance د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
انځور: Belal Al SabbaghAFP/Getty Images د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
انځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance د پاته سویو کسانو په لټه کي د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
انځور: Saleh Salem/REUTERS اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
انځور: Oren Ziv/AP/picture alliance د غزې پر پوله اسرائيلي ځواکونه اسرائيل ۳۰۰ زره ریزرف ځواکونه چمتو کړي دي. د غزې اوسیدونکي ویره لري چي اسرائيل به مځکني عملیات شروع کړي. د غزې پولي ته د اسرائيل زغروال موټر او پوځي تجهیزات لېږل سوي او پولي ته څېرمه د اسرائيل ښارګوټي یومخ تش سوي دي.
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance په غزه کي انساني ناورین ته انتظار جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images