مصر د لمړني عربي هیواد په توگه له اسرائیلو سره د سولي تړون امضأ کړ. مگر بیا یې هم مناسبات سره ساړه ول. خو ایا د گازو اوسنۍ تجارتي گټي به د هغوی پر مناسباتو هم مثبت اغیز وکړي او نور اسلامي هیوادونه څه وايي؟
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو د خپل انرژۍ د وزیر سره د لېویتان د گازو د استحصال د افتتاح پرمهال انځور: Prime Minister of Israel/Amos Ben Gershom
اعلان
اسرائیلي شرکت،دېلیک خبر ورکړ، چي مصر ته د گازو دغه صادرات د سه شنبې په شپه شروع سول. د دغه شرکت اداري رئیس جوزي اَبي وویل چي دغه ورځ به د منځني ختیځ د انرژۍ په سکتور کي یو نوی عصر وي. د اسرائیلو او مصر مربوطه وزیرانو هم د گازو د صادراتو دغه خبر تائید کړی دی.
دغه گاز په مدیترانه کي د اسراییلو د گازو د لویي ساحې، لېویتان څخه استحصالیږي او د تیرکال په ډسمبر کي یې په راایستلو شروع وسوه. لږ وخت وروسته به د هغه څخه اردن ته هم گاز صادر سي.
د لېویتان گازو د استحصال پروژهانځور: Reuters/M. Israel Sellem
د انرژۍ په سکټور کي دا د اسرائیلو په تاریخ کي تر ټولو لویه پروژه ده. اسرائیل چي په منطقه کي ډیر دښمنان هم لري، دغه صادرات به یې د انرژۍ په سکټور کي استقلالیت نور هم تضمین کړي.
دا به اسرائیل د ډبرو سکرو له استعمال څخه هم خلاص او یو انرژۍ صادرونکئ هیواد وگرزي.
د شرکت د رئیس ابو په خبره د گازو دغه صادرات به هم د اسرائیلو او هم مصر اقتصاد ته ډیره گټه ورسوي او هم به د سیمي پر ثبات باندي مثبت تأثیر وکړي. تر ۲۰۲۵م کال وروسته اسرائیل غواړي د یوه پايپلاین له لاري اروپا ته هم گاز صادر کړي.
مصر د پيړۍ تر ټولو ستر لرغوني آثارو پر موندلو بریالی شو. د لوکسور په ښار کې دېرش موميايي شوی تابوتونه کشف شوي دي چې درې زره کلن تاريخ لري. د تابوتونو په سر کتيبې او نقاشیانې لا پر خپل حال ثابتې پاتې دي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Desouki
رنګين تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو د موميايي شوو تابوتونو يوه مجموعه کشف کړه چې د ښځينه، نارينه او ماشومو کاهنانو اړوند دي. دغه تابوتونه د لوکسور ښار په يوې هديره کې کشف شوي دي.
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany
ډیر کشف شوي تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو ويلي دي چې له ۱۸مې پيړۍ را په دې خوا «دا لومړی ځل دی چې په دومره ډير شمير کې موميايي شوي جسدونه په لاس راغلي دي.»
انځور: Reuters/A. Abd El Ghany
له ميلاد څخه مخکې
د کاهنانو دغه ۳۰ جسدونه له ميلاد څخه مخکې لسمه پيړۍ کې د مصر د فراعنه د ۲۲ حکومت په زمانه کې موميايي شوي دي. په دې ترتيب دغه جسدونه درې زره کاله کیږي چې موميايي دي.
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany
سيالانيان دې خبر وي
مصر ويلي دي چې کشف شوي موميايي جسدونه به په نژدې راتلونکې کې د خلکو نندارې له پاره کيږدي. دغه هيواد اوس په دې هڅه کې دی چې خپل د سياحت صنعت ته رونق ورکړي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Desouki
له ۲۰۲۰ نه په موزيم کې
د مصر د توريزم صنعت په وروستيو کلونو کې زيانمن شو، کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک حکومت پر وړاندې پاڅون پيل او بيا په ۲۰۱۳م کال کې پوځ د اسلامپاله حکومت پر وړاندې کودتاه وکړه. مصر غواړي نوې کشف شوي موميايي په ۲۰۲۰م کال کې په خپل موزيم کې د نمايش له پاره کيږدي.
انځور: Reuters/A. Abd El Ghany
دننه او باندې نقاشي
د دغو موميايي شوو جسدونو تابوتونو دننه او بهر رنګ آميزي او نقاشي شوي دي او کتيبې هم لري. کارپوهان «د رنګونو او نقاشيو ښه وضعيت او د کتيبو سالم والي» ته اشاره کوي.
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany
د پيړۍ کشف
د مصر غربي ښار لوکسور د مصر پيژندونکو له پاره د يو ګنج حيثیت لري. په ځانګړې توګه دغه کشف او د الاصاصيف په دوهم نمبر هديره کې تر سره شوی کشف بيا تر ټولو نادره کشفيات دي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Desouki
نادره کشف
د مصر غربي ښار لوکسور د مصر پيژندونکو له پاره د يو ګنج حيثیت لري. په ځانګړې توګه دغه کشف او د الاصاصيف په دوهم نمبر هديره کې تر سره شوی کشف بيا تر ټولو نادره کشفيات دي.
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany
تر دې مخکې
په مصر کې تر دې مخکې د وروستي ځل له پاره په کال ۱۸۹۱ کې د کاهنانو موميايي شوي جسدونه ښودل شوي وو.
انځور: Reuters/A. Abd El Ghany
د جيزه موزيم
مصريان غواړي دغه جسدونه په ډير دقت سره ترميم او بيا يې د جيزه اهرام تر څنګ، د مصر په لوی موزيم کې کيږدي. په پام کې ده چې دغه موزيم به په ۲۰۲۰م کال کې پرانيستل شي.
انځور: Reuters/A. Abd El Ghany
د سيلانيانو راتلو چمتوالی
د مصر حکومت په راتلونکي کال کې دغه موزيم ته د ډير شمیر سيلانيانو د راتلو له پاره تياری نيسي.
ليکونکی دارکو جانژویچ/ر.ش/ م.ک.ص