اسراييلۍ الوتکو يوار بيا پر غزې بيا بمبار کړی دی
۱۳۸۷ بهمن ۱۶, چهارشنبهدسيمي فلسطيني اوسيدونکو او د حماس فعالينو تقريباً په يوه وخت کي خبر ورکۍ،چي د اسراييلو هوايي ځواکونو د مصر سره په سرحدکي د رفح په جنوب کي يو تونل بمباري کړيی دی .
د اسراييلو د امنيتي کړيو د خولې ويل کيږي چي په اول ساعت کي اسراييلي هوايي قواوو درې حملې تر سره کړې ،چه يوه يې د خان يونس د حماس پر يوه پوسته ،بله يې په رفح کښي پر يوه موټر ،او دريمه يې هم پر يوه تونل باندي تر سره کړې ده .
پرون ماپښين په رفح کي خلګو ته د اسراييلي قواوو لخوا د تليفون د لاري خبر ورکول سو ، چي د هوايي بمباريو له کبله بې له ځنډه خپل کورونه پريږدي . د اسراييلو صدراعظم اولمرت د امنيتي کابينې تر غونډي وروسته وويل چي اسراييل به د پرله پسې راکټانو جواب ورکي.
هغه وويل:«اصلاً موږ نسبت دې ته چي اعلان وکو ،او خبري وکو ،غواړو عمل وکو .او که موږ عمل کوو ،نو دا بيا په ټول اسراييل او د غزې په تراډه کښي اوريدل کيږي ، او په هغه خبريږي. او دا به تر عغو تغير ونه خوري،تر څو پوري چي د اسراييلو په جنوب کي يو تبعه او ديا هغو کورنۍ د راکټانو د فيرونو څخه په بيره کي ژوند وکي. هغه حالت چي پر موږ باندي دي فيرونه وسي،اوموږ جواب ورنکو،بيا به هيڅ وخت پيښ نسي .»
اولمرت او ددفاع وزير اهودبارک پرون غرمه لا اسراييلو هوايي قواوو ته وظيفه ورکړې وه، چي د آشکلون پر سرحدي ښار باندي ددغه سهار د راکټانو د فيرونو جواب ورکي.
که څه هم په دغه پيښه کي يوازي يو نفر لږ ټپي سو ،او څو موټران خراب سوي وه ، خو د آشکلون اوسيدونکي پر حکومت باندي په قهر وه ،چه د وعدې سره سم يې سمدلاسه د هر راکټ جواب ندی ورکړی .
د اپوزيسيون مشر بينيامين نيتانياهو چه د پارلمان په راتلونکوانتخاباتو کي د خپل ځان دپاره ښه چانس ويني ،پرون ماپښين يې د آشکلون څخه ليدنه وکړه ،او قهرجنو خلګو ته يې وعده ورکړه ،چي دده حکومت به حماس راوپرزوي .او يوازي پدې ډول کيداي سي ،چي د راکټانو د فيرونو پرابل حل کو.