1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراییلو او لبنان د ګازو د استحصال پرسر شخړه پای ته ورسوله

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

په مدیترانه کي د اسراییلو او لبنان ترمنځ د تیلو را ایستلو د ساحې پر سر شخړه تر دوو کلونو خبرو اترو وروسته پای ته ورسیدله او دواړه هیوادونه د اول وار له پاره پر یوه ګډ بحري سرحد باندي موافقې ته رسیدلي دي.

Libanon I Marine Israel
انځور: Mohammed Zaatari/AP/picture alliance

د اسراییلي رسنیو په حواله لبنان کولای سي د کنا دریاب د شاوخوا تیل استحصال او اسراییل بیا په شمال شرق کي د حیفا د بندري ښار د دریاب د کاریش د منطقې د شاوخوا تیل استحصال کړي. 
دغه شخړه د امریکا متحده ایالاتو په وساطت پای ته رسیدلې ده. دا هم پداسي حال کي ده، چي په رسمي ډول سره دواړه هیوادونه اوس هم یو د بل په مقابل کي په جنګي حالت کي قرار لري او په منځ کي یې ډيپلوماتیک روابط هم موجود ندي. 
د تیلو را ایستلو پر سر تر دغي موافقې وروسته اوس دواړه هیوادونه د لوړو عایداتو د پلاس راوړلو هیله مندي لري. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل