اسراییلي پولیس د الاقصی جومات ساحې ته ننوتي
۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبهد اسراییلي پولیسو له خوا ویل شوي چې په الاقصې جومات کې څو « مخ پټو ورانکارو» پناه اخیستې وه او د هغه ځایه څخه یې پر پولیسو د ډبرو او «پټاقیو» گوزارونه کول. د پولیسو یوه ویاند میکي روزنفیلد وویل دا چې د تاوتریخوالي د پراخیدو مخه ونیول شي پولیس جومات ته ور ننوتل څو مرکزي دروازې وتړي:« له دې څخه مو موخه دا وه چې په مسجد کې د پټو دغه کسانو له خوا د ډبرو، پټاقیو او پر پولیسو د نورو شیانو د گوزارونو مخه ونیوله شي.»
«د جومات داخل ته نه یو ننوتي»
روزنفیلډ زیاته کړه: « یوازې د جومات دروازې مو بندې کړې. د جومات په داخل کې عملیات تر سره شوي نه دي.» ده زیاته کړه چې ۴ پولیس ټپيان شوي او د پولیسو له خوا څوک نه دي نیول شوي.
یهودي فعالانو د نن (یکشنبه د ۲۰۱۵ م کال د جولايي ۲۶) لپاره د القدس حرم شریف په ساحه کې د احتجاجي مارش د ترسره کولو اعلان کړې. ویل شوي چې د ارتودوکس یهودانو د « پر القدس شریف د عقیده درلودونکو» په نامه غورځنگ په پام کې لري له دغه ځای څخه په اصطلاح د «اسراییل دښمنان» وشړي او د یوه نوي «یهودي مقدس ځای» د جوړولو له پاره غږ وکړي.
حرم شریف د مسلمانانو او یهودانو دواړو له پاره یو سپیڅلی ځای دی. دغلته موجود یهودي عبادتځای په ۷۰ میلادي کال د رومیانو له خوا ونړول شو. خو په حرم القدس شریف کې پراته د الاقصې او قبه الصخره جوماتونه د مکې او مدنې وروسته د مسلمانانو د دریم مقدس ځای په توگه یادیږي.