1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

اسراییل: د مسلمانانو د یوې هدیرې د نړولو په خاطر اخوډبونه

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

د تل ابیب په جافا کي د مسلمانانو د یوې زړې هدیرې د نړولو پرسر د مظاهره کونکو او اسراییلي امنیتي قواوو تر منځ اخوډبونه رامنځته سوي دي. مظاهره کونکي د تل ابیب ښاروال د مسلمانانو قبرونو ته په بې احترامۍ باندي تورنوي.

Marokko Demonstration gegen den Nahost-Plan von US-Präsident Trump
انځور: picture-alliance/AA/J. Morchidi

دغه کشمکشونه د تیرې سه شنبه په ورځ (د جون میاشتي ۹ مه) په تل ابیب کي رامنځته سوي دي. د «هاریڅ» په نامه اسراییلۍ ورځپاڼي د همدغه سه شنبه په ماښام خبر ورکړ، چي پولیسو پرمظاهره کونکو باندي شوک کونکي لاسي بمونه وروغورځول، ترڅو هغوی وشړي. یو مظاهره کونکی نیول سوی هم دی.

د پولیسو په حواله د هدیرې د نړولو پرضد دغه مظاهره په تشدد بدله سوه. په خبره یې مظاهره کونکو د نورو ترڅنګ کثافات دانیو او ټیرونو ته اورونه واچاوه او پر یو بس باندي یې ډبري وروغورځولې.

ترمظاهرې یوه ورځ دمخه د دوشنبه په ورځ ښاروالۍ د هدیرې په نړولو او د منځه وړلو باندي شروع کړې وه. د هغه پر ځای به د بې کوره کسانو دپاره یوه لیلیه او یو مارکیټ جوړ سي. د ښاروالۍ استازو رسنیو ته اطمینان ورکړی دی، چې قبرونو ته بې احترامي نده سوې. او که لازمه وه، چي یو قبر لیري سي، نو هغه به بل ځای ته انتقال او ښخ سي.

انځور: Reuters/M. Torokman

خو بیا مظاهره کونکي او منتقدین د تل ابیب ښاروال د مسلمانانو قبرونو ته په بې احترامۍ باندي تورونوي او وايي، پداسي حال کي چي په عربي هیوادونو کي د یهودو په لسهاوو ساتل سوي هدیرې موجودي دي، تل ابیب کوښښ کوي د جافا څخه د مسلمانانو او عربانو ټول آثار لیري او ورک کړي.

د همدې عیسوي کال په جنورۍ میاشت کي د تل ابیب ابتدايي محکمې د محل د مسلمانانو د شورأ هغه اقامهء دعوی پدې دلیل سره رد کړه، چي په دغه قضیه کي د ژوندو کسانو علاقه مندۍ ته تر مړو لمړیتوب ورکول کیږي.

د عثماني امپراطورۍ د زمانې دغه هدیره د شلم قرن په سر کي لا پریښول سوې او مشهوره او معلوم قبرونه یې بلي هدیرې ته انتقال سوي وه. مخکي تر دې چي اوس دلته یو مارکیټ او د بې کوره کسانو دپاره لیلیه جوړه او یو عامه ځای وګرزي، ددغي هدیرې څخه د هغه ترمخه د مسلمانانو د سپورټي اتحادیې او فټبال د میدان او وروسته د مالونو د ګدام په حیث استفاده کیدله.

پاته دي نه وي، چي د لیلیې د جوړولو پخاطر کار پروخت د ۱۸ قرن تقریبأ ۶۰ قبرونه پیدا سوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب