1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له خطر سره د مخامخ افغانانو سره د آلمان حکومت پر چلند نيوکه

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۴, جمعه

پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هغه افغانان چې له لویدیځو هېوادونو سره یې همکاري کړې، په خپل هېواد کې لا هم د تعيقیب له ګواښ سره مخامخ دي. يوه اسقف د آلمان له حکومته په پاکستان کې د میشتو افغانانو د منلو غوښتنه کړې.

په پاکستا کې ميشت يو شمیر کډوال ښځې او نارينه تر يوه کټارې شاته
د برلين يوه اسقف د آلمان له حکومت څخه په پاکستان کې د منتظرو افغانانو د منلو غوښتنه کړې ده. انځور: Fatima Nazish/DW

د آلمان د پروتستانت کليسا اسقف کرستيان شتېبلاين، د آلمان پر حکومت غږ کړی دی په پاکستان کې د ميشتو له ځانګړي خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو ژمنه دې عملي کړي.

د برلین – براندنبورګ – شيلیزش اوبرلاورریټس د پروتستانت کليسا اسقف وويل چې اغیزمن کسان له اوږدې مودې راهېسې په آلمان کې د منل کيدو د ژمنې عملي کيدو ته په ناهيلۍ سره انتظار باسي.

اړونده موضوع: آلمان: ډېرو ژمنه لرونکو افغانانو د پېسو اخیستل رد کړي

د هغه متن په حواله چې په برلين کې د سيمه ایزې شورا تر غونډې وروسته جاري شوی دی، نوموړي ویلي چې په دې کسانو کې يو وکيل او د بشري حقونو فعال هم شامل دی چې دی ورسره په شخصي توګه په تماس کې دی او دا چې دغه کس به افغانستان ته د ليږدول کيدو په صورت کې د مرګ سزا له ګواښ سره مخامخ شي.

شتېبلاين، ټینګار وکړ چې پروتسنانت کليسا له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو کيدو په بحث کې د کوم « لوړ حکمت»  ادعا نه کوي. هغه وويل بلکې دا چې تېښتې ته د مجبورو کسانو د مرستې په برخه کې «خالص انسانيت» او د هر انسان د ژوند خبره بايد غالبه وي.

هغه وويل په پای کې يوازې «حکومت او ادارو ته د عذر و زاري او د زړه خوږي غوښتنه کولی شو چې کړې ژمنې دې عملي کړي.»

اړونده موضوع: د المان د منل کیدو پروګرام: دوبرینت غواړي یو شمیر افغانانو ته منفي ځواب ورکړي

شتېبلاين، وويل آلمان بايد ځان داسې وښيي چې يو حقوقي او د اساسي قانون پر اصولو ولاړ هېواد دی هغه اصل «چې موږ ټول ترې د زړه له تله دفاع کول غواړو.»

له تعقيف سره مخامخ عيسويانو سره مرسته

شتېبلاين، په خپلو خبرو کې همدا راز زياته کړه چې په ټوله نړۍ کې له تعقيب او ځورونې سره مخامخ مسيحي ښځو او نارينه وو له پاره د لاس په کار کيدو غوښتنه هم مطرح ده. نوموړي هغو عیسويانو ته په اشارې سره چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې له خوا له خطر سره مخامخ دي، وويل: «موږ دا نه شو تصور کولی چې د ديکتاتورۍ او اسلامي دولت ډلې ترمنځ ژوند کول څه معنا لري.»

نوموړي همدا راز وویل چې د اوکراين خلکو ته هم بايد د روسیې د جګړې له کبله د ورپيښ کړاو په خاطر بايد له دغه هېواد سره لا نور يووالی هم وښوول شي.

شتېبلاين، زياته کړه دا له کډوالو سره د نورو مرستو ترڅنګ مهمه خبره ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب