اسلام آباد ته نژدې چاودنې ۲۳ کسان ووژل
۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبهدغه بمي چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې ۹مه) سهار اسلام آباد ته څیرمه د روالپنډۍ ښار په سبزي منډيي کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې سوداگر د ترکاري او میوې د خرڅلاو له پاره راټول شوي ول. د پولیسو د وینا له مخې دغه بم د میوې په یوه کریټ (کارتن) کې ځای پر ځای شوی وو.
د دغه بازار یوه کارکوونکي چې خپل نوم یې شاهد، ښوولی دی د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي «چې د انسانانو د بدن غړي پر هر لوري پراته ول او آن د خلکو پر سرونو ولگیدل». د گوهر خان په نوم یوه تن دوکاندار نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه تر ۱۵ زیات جسدونه لیدلي دي.
د پاکستان میډیکل ساینسیز له انستیتیوت څخه ډاکټر جاوید اکرم قاضي، دا خبره تائید کړې ده چې روغتون ته د ۱۸ کسانو جسدونه وروړل شوي دي. د هغه په وینا پولیسو روغتون ته د نورو پنځو جسدونو او د زخمیانو د وروړلو خبر هم ورکړی دی.
د پولیسو د وینا له مخې په دغه بمي برید کې لږ تر لږه ۳۹ تنه ټپیان شوي هم دي. د پاکستان د پوځ عمومي مقر هم د راولپنډۍ په ښار کې چې د پلازمینې اسلام آباد خوا ته پروت دی، موقعیت لري. خو دغه برید د پوځ له مرکز څخه ډیر لیرې تر سره شوی دی او لا تر اوسه یې هم هدف څرگند نه دی.
لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی. د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان، په نوم د طالبانو د ډلې تر منځ د سولې خبرې اترې تر سره کیږي او د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې پاکستاني طالبانو د اوربند موده غځولې وه، خو د طالبانو پر دغې ډلې سربیره په پاکستان کې د یاغیانو نور گروپونه هم شته.
پاکستاني طالبان د خپلو سلگونو بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي او د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان له یو شمیر قبایلي سیمو څخه د پاکستاني پوځ وتل غواړي.
مسعود جهش