1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

اسلام آباد: د ځانمرګي برید په ارتباط ۵ شکمن کسان نیول شوي

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو څو ورځې مخکې په اسلام آباد کې د شوي ځانمرګي برید په ارتباط پنځه شکمن کسان نیولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دغو کسانو نیول کیدل تائید کړي دي.

Pakistan Kriminalität l Bombenexplosion in Islamabad
انځور: Anjum Naveed/AP/picture-alliance

رانا ثنا الله په خپل تویټر کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې په نیول شوو کسانو کې له بریدګر سره همکاري کوونکی شکمن کس هم شامل دی. نوموړي ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر د قبایلي سیمي کُرم ایجنسي پورې تعلق درلود او هغه راولپنډۍ ته، چیرې چې د پاکستان د پوځ مرکز دی ځان رسولی و. خو رانا ثنا الله د بریدګر هویت په ډاګه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده پاکستاني طالبانو چې د دې برید مسئولیت یي پر غاړه اخیستی دی هم تر اوسه پورې د حکومت د دې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

اسلام آباد کې موټر بم چاودنه شوې

په لومړي سر کې پولیس او حکومتي ځواکونو له چاودیدونکو توکو څخه د ډک موټر چلونکی هم شکمن بریدګر ګڼلی وو، خو تر پلټنو وروسته وویل شول چې د موټر چلوونکی بې ګناه و او هغه ته معلوم نه وو چې وسله وال په دې موټر کې سفر کوي.

د دې ځانمرګي برید په پایله کې چې د جمعې په ورځ ترسره شوی و، د درو پاکستاني پولیسو په ګډون ډير شمیر کسان ټپیان شوي وو. د دې برید مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان ډلې پر غاړه اخیستی و.

اسلام آباد: یو پولیس وژل شوی او دوه ټپيان دي

دغې منع کړای شوي ډلې څه موده مخکې د پاکستان له حکومت سره د روانو مذاکراتو د بندلو او یو ځل بیا د ترهګریزو بریدونو د پيلولو اعلان کړی و. که څه هم د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه جلا یوه ډله ده، خو له افغان طالبانو سره یي اتحاد پرځای پاتې دی.

تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته په پاکستان کې داسې هیلې ټوکیدلي وې چې ګوندې افغان طالبان به پر پاکستاني طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې هغوی له ترهګریزو عملیاتو څخه منع کړي، خو په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ هم اړیکې یو څه خرابې شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل