اسلام آباد: ملا امام دغلطې شاهدې د ورکولو په تور نیول شوی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبهاعلان
په اسلام آباد کې هغه مذهبي مشر چې پر یوې عیسایي نجلې ئې د مذهب د سپکاوي تور لگولی وو، د غلطې شاهدې د ورکولو په تور نیول شوی دئ. دغه خبره د اسلام آباد پولیسو کړې ده. د نوموړې قضیې یو تن مفتش غلام قاسم نیازي، ویلي دي چې دغه ملا امام تیر ماښام ناوخته نیول شوی دئ. ۱۴ کلنه رمشا چې په ارثي ناروغۍ هم اخته ده، مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوې ده. په پاکستان کې د دغه جرم سزا عمري بند دئ. نوموړې نجلې له تیرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان د پولیسو په توقیف کې ده.