اسلام آباد وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یې وګړي وهلي دي
۱۳۹۱ دی ۲, شنبهاعلان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعتراضي لیک کې ویلي دي چې ۲۹ پاکستانیان له افغانستان څخه د بیرته راتګ پر مهال د افغاني امنیتي ځواکونو له خوا وهل سوي دي. افغان چارواکو ویلی دي چې د پاکستان د دغې ادعا په اړه به څیړنې وکړي. د پاکستان په دغه اعتراضي لیک کې د پېښې جزییات نه دې راغلي. خو په لیک کې ویل شوي دي چې دغو ټولو کسانو پاکستاني قانوني اسناد لرل.