1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د افغانانو اخراج د طالبانو نه همکارۍ ته غبرګون دی

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ويلي دي چې د پاکستاني جنګالیو په مخنيوي کې د افغانستان پاتې راتلل، چې د دغه هېواد په خاوره کې فعالیت کوي، د اسلام اباد له لورې د سلګونه زره افغان کډوالو د شړلو لامل دی.

Pakistan Regierung Anwaar-ul-Haq Kakar Muhammad Sadiq Sanjrani
انځور: PPI/Zumapress/picture alliance

د پاکستان د لنډمهاله حکومت لومړي وزير انوارالحق کاکړ نن، چهار شنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانان عمیقاً په ځانمرګو بریدونو او د پاکستاني ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل دي او زیاتوي له هغه وروسته چې طالبانو په کابل کې قدرت نیولی، امنیتي پېښې په شدت سره زیاته شوې دي.

د پاکستان د حکومت په حواله د هغه ضرب الاجل تر ختمیدو وروسته چې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري، د وتلو له پاره ټاکلی وو، تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان له سرحده اوښتي دي او افغانستان ته داخل شوي دي.

پاکستان وایي، ډیری دغو کسانو په خپله خوښه دغه هېواد پرېیښی، خو کابل ټینګارکوي، چې د نوامبر لومړۍ نیټې څخه تر اوسه ډېر شمېر افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوې دي. کاکړ وویل: «په پاکستان کې ډیری بې اسناده کډوال افغان اتباع دي.» هغه زیاتوي: «په جنایي او تروریستي پېښو کې د پام وړ برخه عاملان له دغو بې اسنادو کډوال څخه یې دي.»

کاکړ وایي، وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته رسیدلي، په پاکستان کې ترهګریزې پېښې په سلو کې شپیته سلنه زیاتې شوې او په دغو بریدونو کې ۲۲۶۷ کسان وژل شوې دي.

آیا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو پر وړاندې د پاکستان سیاست مخ پر بدلیدو دی؟

34:28

This browser does not support the video element.

په داسې حال کې چې هغه په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډله د ډېرو دغو پېښو په ترسره کولو تورنه خو ویې ويل چې هغوی په افغانستان کې مرکزونه لري او افغانان هم په دې پېښو کې ښکېل دي.

هغه وویل: «په دې تېرو کلونو کې ۱۵ افغان وګړي په ځانمرګو بریدونو کې ښکېل دي، پر دې سربېره ۶۴ افغانان د بلوا ضد عملياتو په ترڅ کې د پاکستان د قانون پلي کوونکو ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.»

هغه زیاتوي که څه هم پاکستان په تکرار سره د افغانستان حاکمانو ته شکایت کړی دی، خو هیڅ اقدام نه دی شوی. هغه زیاتوي: «په ځینو مواردو کې داسې شواهد موجود وو چې ترهګر د دوی له ملاتړه برخمن ول.»

د افغانستان د طالبانو ادارې مشران ټینګار کوي، چې اجازه به ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره وکارول شي او وايي، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دوی داخلي مسله ده.

ف.ظ/ ب. ص (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل