1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسماعيليان: تاوتریخوالي او تبعیض ته یوازې پرېښودل شوي یو

حسین سیرت
۱۴۰۳ شهریور ۹, جمعه

د اسماعيلیه مذهبي ډلې پيروان وايي چې د طالبانو له راتلو سره دوی ځورول کيږي. دوی وايي، ظلم او تبعیض ته یوازې پرېښودل شوي او کوم بنسټ نه شته چې د دوی ملاتړ وکړي.

که څه طالبان افغانستان کې د امنیت خبره کوي؛ خو اسماعیلیه شیعه‌ګان وايي، د امنیت احساس نه کوي.
اسماعيليان: تاوتریخوالي او تبعیض ته یوازې پرېښودل شوي یوانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

په افغانستان کې د اسماعیليه مذهب پيروان وايي چې پر دغه هېواد په دويم ځل د طالبانو له واکمنېدو سره له پراخ تبعيض سره مخ دي او طالبان یې هېڅ ملاتړ نه کوي. دوی وايي چې په تېرو درو کلونو کې په ځينو مواردو کې د دې مذهب څو جماعت خونې چې د دوی د عبادت ځای دی، طالبانو په مسجدونو بدلې کړي دي.

اسماعيلیه شیعه‌ګان چې کره شمېر یې معلوم نه دی، ډېر یې په بدخشان، کابل او بغلان کې ژوند کوي، خو په نورو  ولایتونو کې هم خواره واره اوسېږي.

که څه هم طالبان هر ډول توپيري چلن ردوي، خو په عمل کې بیا ټولې پرېکړې د خپل تفسیر پر اساس د حنفي فقې له مخې کوي او د نورو مذهبي ډلو د مضامینو زده کړه منع شوې ده، چې دا پخپله د نورو مذهبونو پر وړاندي تبعيض ګڼل کيږي.

جليل عادل (مستعار نوم) چې د ګواښونو له کبله يې د خپل اصلي نوم څخه انکار کړی، دويچه ويله ته وويل:«له بده مرغه ځيني اسماعیلیان اړ شوي چې خپل مذهب بدل کړي.»

د اسماعیلیه مذهب یو شمېر پيروانو دویچه ویله ته وویل، د بدخشان ولایت په شغنان او کشم ولسوالیو کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه د دوی جماعت خونو او مرکزونو ته ورغلي او هغه یې په مسجدونو بدل کړي دي.

اړوند: یوه افغان شیعه مذهبه مشر له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ

عادل(مستعار نوم) دویچه ویله ته وویل:«طالبانو په دغو مرکزونو کې د اسماعیليه مذهب تدریس مخه ونیوله او ویې ویل، چې پر ځای دې یې باید حنفي فقه تدریس شي. په دې ډول هغوی خلک د مذهب بدلولو ته اړ کړل، ځکه زموږ ماشومان نور د خپل مذهب د اصولو د زده کړي اجازه نه لري.»

سرچینو دغه راز ویلي دي چې په بدخشان ولایت کې اسماعیليان «په ډار او وحشت» کې ژوند کوي او نه شي کولی په خپلو جماعت خانو کې په خپلواک او ازاد ډول د خپل مذهب مناسک ترسره کړي. ویل کېږي، له همدې امله د دغې ډلې پیروان هڅه کوي، چې خپل مذهبي باورونه پټ وساتي. په افغانستان کې د طالبانو ادارې ویاندانو په دې اړه د دویچه ویله پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

کابل کې د کوچني اختر د لمانځه یوه څنډهانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د بدخشان ولایت اوسېدونکی او د مذهبي چارو کارپوه عبدالمومن ضیا بدخش چې د بخشان له ټولنیز حالته معلومات لري دویچه ویله ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې د اسماعیليان اړ شوي دي چې بیا ځل کلمه تېره کړي، په داسې حال کې چې هغوی له اوله مسلمانان دي. بدخش وویل:«طالبان په دې باور دي چې د اسماعیلیانو مذهب بدلول ديني بلنه ده؛ دا چاره د اجر او بدلې ورکولو په توګه پيژني او د هغوی وژل جهاد تلقي کوي.»

د دویچه ویله پښتو د یوټیوب کانال وڅارئ: www.youtube.com/@DWPashto

د بخښنې نړیوال سازمان هم په يوه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ادیانو او مذهبونو ازادي له پخوا کمه شوې. دغه سازمان خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د قومي لږه‌کیو مذهبي ازادۍ محدودې شوي دي.

پراخ ټولنیز او سیاسي تبعیض

اسماعیلیان د شيعه مذهب یوه فرقه ګڼل کېږي، خو له ټولنیز نظره د جعفري شیعه‌ګانو او اسماعیله ډلې تر منځ ډېر یووالی نه لیدل کېږي. اسماعیليه فرقه تر ډېره د افغانستان په سیاسي پېښو کې بې پرې پاتې شوې ده.

عبدالمومن ضیا بدخش وايي چې دغه تاريخي اختلافات په شیعه مذهب کې د دې سبب شوي دي چې شیعه‌ګان د اسماعیلیانو په اړه «بدبینه» شي.

د اسماعیلیه فرقې یو پیرو، چې دطالبانو له واکمنېدو مخکې د پوهنتون استاد و د نوم نه ښودلو په شرط یې دویچه ویله ته وویل، چې له لسیزو راهیسې اسماعیلیان خپل مذهبي باورونه پټ ساتي، ځکه د ده په وینا، سنیان او شیعه ګان یې په اړه «نیک نظر» نه لري.

هغه وویل، په دې وروستیو کې بغلان ولایت کې یو چاپ شوی کتاب لاس په لاس کېږي او په هغې کې ویل شوي، چې اسماعیلیه فرقه له اسلامه بهر ده. هغه وویل، په دغې کتاب کې راغلي دي چې له «اسماعیلیانو سره واده مه کوئ، ډوډۍ یې مه خورئ او دوستي هم ورسره مه کوئ.»

اسماعیلیان د شيعه مذهب یوه فرقه ګڼل کېږي، خو له ټولنیز نظره د جعفري شیعه‌ګانو او اسماعیله ډلې تر منځ ډېر یووالی نه لیدل کېږي.انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran

هغه وویل، دغه کتاب اوس په بغلان پوهنتون کې د ثقافت اسلامي د مضمون په توګه تدریسېږي.

د پوهنتون دې استاد وویل:«د دا وړ باورونو خپرول مذهبي او متعصبه خلک له اسماعیلیه ډلې سره تاوتریخجن چلن ته هڅوي. عام خلک وايي اسماعیلیان کافر دي او باید مسلمانان شي.»

«اسماعیلیانو ته دې د ساتنې ځانګړي شرایط چمتو شي»

د اسماعیلیه ډلې پیروان وايي، د ملاتړو بنسټونو د نشتوالي له امله د افغانستان اسماعیلیه فرقې ډېر زیان لیدلی او له همدې امله پکار ده، چې د بشري حقونو ملاتړي نړیوال بنسټونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه دې د اسماعیلیانو له پاره د ساتنې ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي.

دغه استاد چې غواړي په مستعار نوم شریفي یاد شي وویل:«د طالبانو په راتلو اسماعیلیان بې سیوري شول، ځکه د جمهوریت پر مهال د دغې ډلې یو شمېر شخصیتونه په قدرت کې ول او د تبعیض په صورت کې به یې ملاتړ کېدی، خو اوس د دغه مذهب پيروان هېڅ ملاتړ نه لري او همداسې پرېښودل شوي او افغانستان اوس په فرهنګي، مذهبي او ټولنیز تبعیض کې راګیر دی.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني سیاسي او ټولنیز حالت ته په کتو که چېرې اسماعیلیان حفاظت ونه لري، نو حالت به یې لا خراب شي. پر هغو محرومیتونو سربېره چې اسماعیلیانو تجربه کړي، د دغې ډلې د امام او مشر اغا خان بنسټ ټولنې ته د زده کړو او روغتیا په برخه کې ډېر کار کړی دی.

اړوند: افغان موسیقي ږغوونکي ته د اغا خان بنسټ د موسیقۍ جايزه ورکوله کيږي

د اغاخان بنسټ خدمات یوازې د اسماعیلیانو له پاره نه، بلکې د افغانستان مختلفو سیمو کې وو او لا هم دوام لري. د دغه حالت له امله ډېر اسماعیلیان کډوالۍ ته اړ شوي دي. د پوهنتون استاد شریفي په وینا، د افغانستان د اسماعیلیانو د نفوس نیمايي یې کډوال شوي، ځکه له هر لوري یې د ناامنۍ احساس کاوه.

HS/OD/NZ

حنفي یا جعفري فقه؛ جنجالي خو د افغانانو ترمنځ حل شوې موضوع

03:17

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب