1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسپر: د ځواکونو کمښت د افغان سولې له تړون سره تړاو نه لري

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر ويلي چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر راکمول د طالبانو سره د سولې له تړون سره تړاو نه لري. خو د دغو څرګندونو پروړاندې د افغان کارپوهانو غبرګون څه دی؟

USA Mark Esper
انځور: Reuters/E. Scott

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې یې د عسکرو شمېر راکمېدل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له هوکړه لیک سره هیڅ ډول تړاؤ نه لري. د اسپر په خبره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ښايي له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیکیدو پرته هم راکم کړل شي.

نوموړي په دې هکله وويل: «زه ډاډه یم، چې مونږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر راکم کړو، ترڅو ډاډه شو چې نور له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نشته او یا بیا د ترهګرو لپاره خوندې ځای نه دی.»

خو بل لوري ته بیا طالبانو په وار وار ویلي چې له امریکایانو سره د سولې د تړون مهمه برخه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. د طالبانو په خبره اتلس کاله یې د همدې لپاره جګړه کړې چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي.

افغان لیکوال او ژورنالیست ولي الله شاهین دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولي هوکړه لیک لومړی او مهم ټکی همدا دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. ښاغلي شاهین چې د سولې خبرې یې له نیږدې څارلي او څه موده وړاندې یې په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په باب خبرې کړي زیاته کړه چې د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې پر جګړې د ټینګار په مانا دي.

هغه زياته کړې: «د امریکايي جنرالانو خبرې تل د جګړې تر تاثیر لاندې دي. طالبانو ته دا خبره د منلو وړ نه ده او په هیڅ صورت او ترهیڅ عنوان لاندې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو حضور نه غواړي.»

د امريکا د دفاع وزير دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د تېرې جمعې پر ورځ د بګرام په پوځي اډه کې خپلو پوځیانو ته په وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دلته د خپلو ځواکونو شمېر راکموي. نوموړي زیاته کړې وه چې طالبان هم غواړي هوکړه وشي. خو مهمه پوښتنه چې په افغانستان کې لاهم د ډیرو پر ژبو ده، داده چې آیا امریکا ریښتیا هم په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پای غواړي؟

انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Balbor

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني جګپوړي چارواکي جنرال عزیز احمد وردګ، دویچه ویله ته وویل چې د عسکرو د اېستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشر څرګندونې تر ډیره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د ټاکنو لپاره کمپایني بڼه لري.

ددغه افغان جنرال په وینا، امریکا په سیمه کې خپلې موخې پالي چې یوه یې هم دلته تر ناڅرګندې مودې پوځي شتون دی. جنرال وردګ زياته کړه: «امریکا نه غواړي له افغانستان څخه خپل عسکر په بشپړ ډول وباسي، امریکا هیڅ وخت نه غواړي افغانستان کې پوځي حضور ته د پای ټکی کیږدي.»

ټاکل شوې وه چې طالبانو سره د سولي هوکړه لیک د لاسلیکېدو په درشل کې به شاوخو ۸۶۰۰ امریکايي پوځیان په تدریجي ډول له افغانستانه و اېستل شي، خو د ولسمشر ټرمپ د یوه ټویټ په ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو تر درېدو وروسته د ځواکونو ایستلو موضوع بې پایلې پاتې شوه. اوسمهال شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي ځواکونه د ناټو د پريکړنده ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پراته دي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل