1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسيا پراختيايي بانک له لوري افغانستان سره د مرستو اعلان

صفت الله زاهدي
۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د اسیا پراختیایې بانک له خوا ويل شوي چې د افغانانو د لاسنیوي او د روان بشري ناورین د ناوړه اغیزو د کمولو په موخه يې د افغانستان له پاره د۴۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو مرسته تصویب کړي ده.

Philippinen Manila | Hauptquartier | Asian Development Bank
انځور: Imago Images

د اسیا پراختیایي بانک په یوه اعلامیه کې ویلې چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان خلکو ته ورکول کیږي. ويل شوي چې دا پېسې به د خوراکي توکو د بيړنيو مرستو، د منځنۍ مودې د خوړو خوندیتوب او د کورنیو خوراکې توکو د تولید او د افغانانو لپاره په اساسي روغتیایي خدمتونو کې مصرف کړل سي.

په دې اعلاميه کې کې ويل شوي چې افغانستانچې دا مهال د اقلیم د بدلون او شدیدو وچکالیو، سیلابونو او زلزلو له امله بشري ناورین سره مخامخ سوی دی او د اټکلونو له مخې د دې هېواد شاوخوا ۸۵ سلنه نفوس اوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان پخپل یوه رپوټ کې ویلې وو چې که چیري بهرنۍ مرستې ترلاسه نه کړي نو دوی به له افغانستان څخه ووځي.

د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني،  دویچه ویله ته د پخلایني خپرونه کی ویلی وو چې دوي خپل پروګرامونه او مرستې د تیرو کلونو په پرتله سږکال ځکه کمې کړي چې د دغه هېواد له پاره اړينه بودجه نه لري او د تیرو کلونو په پرتله ۲۰ میليونو افغانانو ته خوراکې توکې نه شي رسولاي. 

د اسیایې بانک په دغه  خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددغو مرستو له ډلې څخه به سل میلیونه امریکایی ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې دا به د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته دا وړتیا ورکړي چې له ۱،۳۲ میلیون څخه ډیرو شديدو اړمنو کسانو ته خورا مهمې خوراکي مرستې او خواړه برابر کړي.

له دغو مرستو څخه به یې  ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې یونېسف ته ورکړل سي څو په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه انسانانو روغتيايي ملاتړ پرې وکړي. 

دغه بانک پخپل اعلامیه کې ویلي دي چې پاتي نوري پیسې چې سل میلیونه امریکایی ډالره دي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ته دا وړتیا ورکړي چې له ۳۰۹ زرو څخه زیاتو کروندګرو کورنیو سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل