1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: د باعزته سولې له پاره مو ټول شرایط برابر کړي

۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبه

ولسمشر غني ویلي دي چې له طالبانو یې په کراتو غوښتي چې «دایمي اوربند ومني» او ژره د افغانستان له دولت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. د هغه په خبره د مذاکراتو په برخه کې یې «ټول خنډونه او بهانې» له منځه وړي.

Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
انځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلواکۍ د ۱۰۱م کلیزې په مناسبت د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې افغانستان د پایداره سولې له پاره عملي اقدامات تر سره کړي دي. هغه د بیلګې په ډول د طالب بندیانو آزادیدل او د سولې مشورتې جرګې ترسره کول یاد کړل.

د افغانستان جمهور رئیس د دغه ویډیويي پیغام په یوه برخه کې ویلي: «د باعزته سولې له پاره مو ټول شرایط آماده کړي. موږ د سولې په برخه کې نه یوازې خپله اراده او ژمنتیا ښودلې، بلکې عملې هڅې او اقدامات مو کړي. د طالب زندانیانو ازادول او د سولې مشورتې لویې جرګې جوړول زموږ د هڅو غوره بیلګې دي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي: «سوله چې الهي امر او زموږ د ولس له لویو هیلو او ملي ارمانونو څخه ده هغې ته رسیدل موږ خپل رسالت او مسئولیت ګڼو. په همدې خاطر مو بار بار د طالبانو پر ډله باندې غږ کړی دی چې دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت سره مخامخ مذاکرات پېل کړي.»

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي، په وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو له «۴۰۰ خطرناکو بندیانو» باقې پاتې ۳۲۰ بندیان به یې تر هغه وخته ازاد نه شي چې دغه ډله افغان امنیتي بندیان پرې نه ږدي.

اړونده موضوع:د بين الافغاني خبرو اترو پېل لا ناڅرګند دی

له بل اړخه آسترالیا او فرانسې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان له دولت څخه غوښتي دي چې ځینې هغه طالب بندیان چې د دوی د اتباعو په وژلو کې لاس لري، آزاد نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو پیل، په لېست کې د شاملو ۵۰۰۰ بندیانو له آزادیدو سره مشروط کړی دی.

د افغانستان د جمهو رئیس په وینا باعزته او پایداره سولې ته د رسیدو او «د طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هئیت د مذاکراتو د پېل له پاره یې ټولې موانع او بهانې له منځه وړي دي.»

هغه په دغه ویډیویي پیغام کې د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي او په خبره یې د داعش او تروریزم پر وړاندې یې «مبارزه بې سارې ده.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل