1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني کوم هیواد ته تللی دی؟

شکیلا ابراهیم خیل نجيب الله زيارمل
۱۴۰۵ خرداد ۶, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خپل د اختر په پیغام کي ويلي دي چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې له خبرو کولو محروم سوی وو. غني او کرزي دواړو په اختریزو پیغامونو کې د نجونو له پاره د زده کړو غوښتنه کړې.

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنيانځور: Alex Brandon/AP/dpa/picture alliance

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په شپه ناوخته (د می پر ۲۶مه) د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کي وویل چي هغه د خبرو کولو له فرصت څخه محروم سوی وو او نږدې شپږ میاشتې وړاندي یې غږ خاموش سوی وو، خو هغه په ​​پیغام کي دا وضاحت نه دی ورکړی چې اوس یې دا فرصت څنګه بیرته ترلاسه کړی دی.

په عین حال کي ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چي هغه له متحدو عربي اماراتو څخه وتلی او ځکه يې نو اوس د سیاسي مسلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

بي بي سي د سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چي اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی. امو ټلویزیون د سرچینو په حواله ویلي دي چي غني لبنان ته تللی دی.

خو د اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي، دویچه ویله ته وویل چي دوی نه غواړي د امنیتي اندیښنو له امله ووايي چي په کوم هیواد کي دی. غني ته نږدې نورو کسانو هم د هغه د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

اشرف غني د اختر په پیغام کې څه وویل؟

د دې اختریز پیغام په یوه برخه کي راغلي دي: «شاوخوا شپږ میاشتې وړاندي ما تاسې سره په خبرو کي وویل چي ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول سوې او ږغ مي غلی سوی وو»

هغه د اختر په پیغام کي ويلي دي چي په افغانستان کي وضعیت ډېر بېړنی سوی او د سقوط حالت ته رسېدلی دی. هغه د ملي اجماع د رامنځته کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، چي دا د افغانستان د ستونزو د حل لاره ګڼي.

د پیغام په بله برخه کي راغلي دي: «لکه د تل په شان زه د ځان له پاره څه نه غواړم ... مګر زه چمتو یم چي د اجماع په جوړولو او د ژوند د لاري په غوره کولو، سولي او سوکالۍ کي خپله ونډه ادا کړم.»

اشرف غني د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره ويلي دي: «زه پاکستان ته وریادوم چي افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثباته ثبات ته نه شي رسیدی.»

اشرف غني د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه، مخکي له دي چي طالبان کابل ته ننوځي، له ولسمشرۍ ماڼۍ ووت او هيواد يې پرې ښود. هغه په دغه زمان کي په متحدو عربي اماراتو کې ژوند کاوه.

د نجونو پر زده کړو د غني او کرزي ټینګار

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپلو جلا جلا اختریزو پیغامونو کي یو ځل بیا تر شپږم ټولګۍ پورته د نجونو د زده کړو پر پیل ټینګار کړی دی.

اشرف غني په دې پیغام کي د نجونو زده کړي مهمي بللي او ويلي دي: «له زده کړې څخه د نجونو محرومیت او د ځوانانو ناڅرګند برخلیک فرعي مسائل نه دي. دا اساسي مسائل دي. هیڅ ملت نسي کولای پر یوه پښه پرمخ ولاړ سي. یوه تعلیم یافته نجلۍ کولی سي د پنځو نسلونو برخلیک بدل کړي.»

حامد کرزيد ښځو او تعلیم یافته کادرونو له پاره د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو غوښتنه هم کړې ده. هغه د دې پیغام په یوه برخه کي ويلي دي: «زه یو ځل بیا هیله کوم چي هر څومره ژر چي کيږي د نجونو پر مخ دي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل سي او ښځو او تعلیم یافته کادرونو ته دي په کار کي د ګډون فرصتونه برابر سي.»

له هغه وروسته چي طالبان په ۲۰۲۱م کال کي يووار بيا واک ته ورسېدل تر شپږم ټولګۍ پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کي يې د نجونو زده کړي منع کړې او په دفترونو کي یې د ښځو پر کار باندي پراخ محدودیتونه ولګول.

د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه د نړيوالو او کورنيو غوښتنو او نيوکو سره سره، طالبانو په تیرو پنځو کلونو کي په دې برخه کي هیڅ عملي اقدام نه دی کړی او دغه محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاته دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل