1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

اصغر افغان بیا د کریکټ د ملي لوبډلې مشر وټاکل شو

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ یو ځل بیا پخوانی کپتان اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه وټاکه. د نړیوال جام په درشل کې اصغر افغان له کپتانۍ لیرې شوی وو او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکل شوی وو. خو تر نړیوال جام وروسته راشد خان کپتان شو.

Afghanistan Cricket-Team (Bildergalerie) Asghar Stanikzai
انځور: D. Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کریکټ عمومي مشر فرهان یوسفزي ویلي دي چې «د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له دې وروسته د راشدخان پر ځای د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر دی او راشدخان به ورسره د مرستیال لوبډلمشر دنده پر مخ وړي.» د افغانستان کریکټ بورډ د فیسبوک په رسمي پاڼه کې دغه خبر خپور شوی دی.

تر دې لږ وروسته د افغانستان د کریکټ بورډ په رسمي پاڼه کې د فرهان یوسفزي یوه ویډیويې هم خپره شوه. هغه په خپلو خبرو کې وایي چې د نوي روزونکي، د کپتان د غوراوي کمټي له غړو او اجرائیه رئیس سره د غونډو په ترڅ کې پریکړو ته رسیدلي دي چې دغه څه یې په خپل کاري پلان کې شامل کړي دي څو «ترمخه اماده وسو چې هغه څه چې په تیر نړیوال جام کې شوي هغه بیرته جبران کړو.» هغه زیاته کړه چې دا پریکړه په تفاهم سره شوې ده او اصغر افغان کولی شي چې په هره برخه کې د لوبډلې کپتاني وکړي.

اصغر افغان هم په خپله لنډه وینا کې له کریکټ بورډ څخه مننه وکړه چې يووار بيا يې باور پرې وکړ چې د لوبډلې مشري وکړي.

لیکوال او د کریکټ د چارو پوه مشتاق رحیم، په دې نظر دی چې دغه څه د افغانستان د کریکټ له پاره ښه خبره نه ده. هغه له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې په دې هکله وویل: «دا د لوبډلې په داخل کې هغه مشران لوبغاړي دي چې اوس یې د کریکټ د مافیا حیثیت خپل کړی دی او دا د هغوی د سیاستونو برخه وه چې په خپلو سیاستونو کې بریالي هم شول.» د هغه په خبره درې څلور لوبغاړي غواړي چې د کریکټ ټولې چارې په لاس کې واخلي او دا یې ثابته هم کړه.

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د کپتانۍ پر سر ناندرۍ وروسته له هغې پېل شوې چې د نړیوال جام په درشل کې د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې د اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب وټاکل شو. له کپتانۍ څخه د اصغر افغان د لیرې کیدو په غبرګون کې راشد خان او محمد نبي چې هغه مهال د هند آی پي ال سیالیو کې لوبیدل، د دغې پریکړې سره خپل مخالفت ښوولی وو.

داسې هم انګیرل کیږي چې احتمالا د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د لوبغاړو تر منځ همغږي موجوده نه وه. د افغانستان د کریکټ ځینو مبصرینو هم د لوبغاړو تر منځ نه یووالی په نړیوال جام کې د خرابو لوبو یو لامل بللی وو. د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغانستان لوبډلې د نړیوال جام په ترڅ کې یوه لوبه هم ونه ګټله، خو د پاکستان، هند، بنګله دیش او سریلانکا لوبډلو سره سخته مقابله وکړه.

د کریکټ د چارو مبصر بادام احمدزی وایي چې «د اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه د لیرې کیدو علت هم معلوم نه وو او اوس چې کله راشد خان له لوبډلمشرۍ لیرې شو، نو د هغه د لیرې کیدو علت هم نه دی معلوم.» هغه وایي چې د ده په نظر د «سیاسي جوړجاړي» په ترڅ کې اصغر افغان بیرته لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

له نړیوال جام څخه د افغانستان د لوبډلې تر راستنیدو او له ډیرو ناندریو وروسته راشد خان د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د درو واړو فارمیټونو له پاره کپتان وټاکل شو. خو د کریکټ بورډ په نوي خبر کې د دې وضاحت هم نه دی شوی چې هغه به یوازې د یو ورځنیو لوبو کپتان وي که د ټولو فارمیټونو.

تر نړیوال جام وروسته د افغانستان د کریکټ بورډ په اداره کې هم لوی بدلونونو رامنځ ته شول. د کریکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي هم له دنده ګوښه شو او پر ځای یې فرهان یوسفزی وټاکل شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل