اطریش پر ترکیې باندي د جاسوسۍ تور لګولی دی
۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبهلکه څنګه چي د اطریش د کورنیو چارو وزیر کارل نېهامر تیره سه شنبه (د سپټمبر اوله) ویلي دي، د هیواد داخلي استخبارتي ادارې BVT یې د ترکیې د خارجي استخباراتي سازمان، MIT حد اقل یو جاسوس افشأ کړی او بندي کړی دی.» د وزیر په خبره « په اطریش کي د ترکي جاسوسانو دپاره هیڅ ځای نسته.»
د اطریشي رسنیو په حواله دا یوه ترکي الاصله ښځه ده، چي په اطریش کي اوسیږي او د ترکي مهاجرو جاسوسي یې کوله.
خو د انقرې حکومت بیا د خپله طرفه د اطریش پر حکومت باندي تور لګوي چي د ترهګرانو پر ضد جدي اقدام نه کوي، چي مطلب یې منع سوی کردي سازمان، پي کې کې دی. مګر ویانا یې په مقابل کي دلیل راوړي، څوک چي د خارج څخه د تحمیل سوي تشدد او زورزیاتي څخه خبري کوي، باید اسناد وړاندي کړي.
نور غربي هیوادونه هم اکثره وختونه د ترکيې پر خارجي استخباراتي سازمان MIT باندي تور لګوي، چي د فتح الله ګویلن پلویان تعقیبوي او جاسوسي یې کوي.