اعتصاب د پاریس ښاري ترانسپورټ سخت گډوډ کړی
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه![Paris Metro-Streik](https://static.dw.com/image/63710289_800.webp)
اعلان
نیمايي میتروگانو کاملأ حرکت ونکړ او د نیمایي نورو څخه یې لږ په حرکت کي وه. یوازي دوې اتوماتیک میتروگاني په منظم ډول سره په تگ راتگ کي وې. د پاریس د ترانسپورټ اتحادیې د مسافرینو څخه غوښتي وه، چي د امکان په صورت کي د کوره کار وکړي.
بیا د ریلونو د کارکوونکو لږو کسانو په اعتصاب لاس پوري کړی ؤ. ځکه نو لیري ترانسپورټ بیله خنډه په حرکت کي ؤ او یوازي محلي ترانسپورټ او د پاریس د شاوخوا ځینو ریلونو حرکت نه کاوه. په فرانسه کي سبا جمعه رخصتي ده او ډیر فرانسویان د همدغه اعتصاب له کبله په تشویش کي دي، چي د دغي اوږدې هفتې د اخري پلانونه به یې عملي نسي.
اعتصاب کونکي لوړ انفلاسیون او گرانۍ ته په کتو سره د ښه معاش او کار د ښو شرایطو غوښتنه کوي. نن ماسپښین بیا په پاریس کي یوه مظاهره هم پلان سوې ده.