ټاکل شوې چې د «جي ۲۰» په نامه د سرمشریزې مه۱۲ ناسته چې ۱۹ پرمختللي صنعتي هیوادونه او اروپايي ټولنه یې غړیتوب لري، د راتلونکې جولای میاشتې په ۷ او ۸مه نیټه د آلمان په مشرۍ د دې هیواد په همبورګ ښار کې ترسره شي.
هغه وخت چې د نایجریا د بهرنیو چارو وزیر، جفري اونییما د «جي ۲۰ سرمشریزې» په هکله خبرې کوي، هغه د خوښۍ احساس کوي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله وویل: « د آلمان لخوا د جي ۲۰ د سرمشریزې ناستې ریاست زموږ له پاره یو مثبت اقدام دی. ځکه چې موږ له آلمان سره ډیرې ښې اړیکې لرو. د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او ولسمشر بوهاري په خپلو کې ډیرې دوستانه اړیکې لري. جي ۲۰ داسې یو جوړښت دی چې موږ یې د غړیتوب غوښتونکي یو.»
جفري اونییما د داوړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته په کتو سره داسې هیله لري چې د «جي ۲۰» د غړیتوب له پاره به آلمان له نایجریا سره مرسته وکړي. نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه داسې وايي: «جي ۲۰ یو ډیر مهم جوړښت دی. د نایجریا له پاره مهم دا دي چې موږ به په نړیوالو پریکړو کې له مهمو هیوادونو سره تل په یوه میز کې ناست وو.»
اوسمهال جنوبي افریقا د «جي ۲۰» د سرمشریزې یواځینی افریقايي غړی دی. د دې هیواد د ولسمشر یاکوب زوما سربیره، د افریقا د ټولنې مشر او د ګینه هیواد د ولسمشر الفا کونده سربیره د سنګال ولسمشر مکي سال هم د آلمان په هامبورګ ښار کې په ترسره کیدونکې د جي ۲۰ په دې سرمشریزه کې برخه اخلي.
افریقا پر اقتصادي مرستو ټینګار کوي
د افریقا د وچې ځینې سیاستوال تر دیره پورې د آلمان فعالیتونو ته سترګې په لار دي. په برلین کې د افریقا د سرمشریزې په ترڅ کې چې د روان کال د جون میاشتې په اوږدو کې ترسره شوه، د دې وچې ولسمشرانو د آلمان د صدراعظمې له تعهداتو ستاینه وکړه. د ګینه ولسمشر الفا کونده ان د افریقا له پاره د «مرکل د یوې طرحې» په هکله خبرې وکړې.
خو د دې دوستانه خبرو ترشا، د عملي کړنو انتظار ډیر کیږي. «جي ۲۰» سرمشریزې ژمنه کړې چې په افریقا کې به د خصوصي پانګونې نورې هم بسیج کړي چې د دې پانګونو مرکزي رول به افریقايي هیوادونه، جي ۲۰ سرمشریزه او نړیوال سازمانونه تشکیل کړي. افریقايي حکومتنه داسې هیله لري چې په دې کار سره به په دې لویه وچه کې پرمختګ او ډیر کاري فرصتونه رامنځته شي.
د اقتصاد د چارو کارپوهان هم د جي ۲۰ د سرمشریزې دغه کړنلاره سمه بولي. د بورس یوهانسبورګ په بازار کې د پانګونې د بازار د څانګې مشر، دونا نیمر په دې هکله وايي: «د خصوصي پانګوالو نوښتونو ته ډیر پوښښ ورکړل شي. موږ د دې انتظار نه شو کولای چې ګواکې پرمختیايي مرستې به د افریقا د پرمختګ سبب وګرځي.»
د لا ډیرو افریقايي اقداماتو غوښتنه
د نیجر په هیواد کې د مدني حقوقو فعال، مانا ساني آدمو د دې موضوع په هکله له ډیر پام څخه کار اخلي. د هغه په وینا که څه هم د افریقا له پاره د «جي ۲۰» د سرمشریزې ابتکار ښه بریښي خو تراوسه پورې د افریقا د ملګرتوب له پاره ټول ابتکارونه د نورو هیوادونو او یا هم د نړیوالو سازمانونو له لوري عملي او ترسره شوي دي. آدمو له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې هکله وویل: «پوښتنه دا ده چې افریقايي هیوادونه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره په خپله تر کومه حده پورې په دې کار کې برخ اخلي.»
د دې نیوکه کوونکو په باور، غربي هیوادونه باید افریقايي هیوادونو ته داسې امکانات برابر کړي چې پرمټ یې دوی وکولای شي خپله لار په خپله تعقیب کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):
افريقا د دغو کورنيو په ولکه کې ده
په افريقا کې سياست د پياوړو کورنيو کار دی. زوی د ولسمشر په توګه د خپل پلار ځای نيسي، لور يې بيا د دولتي شرکتونو مشري کوي او مېرمن يې وزيره مقرريږي. دغسې مثالونه ډېر شته.
انځور: DW/E. Lubegaزوی د ځانګړو ځواکونو د مشر په صفت
موهوزي کاينېروګابا د يوګانډا د ولسمشر، يووېري موسويني، مشر زوی دی. هغه د يوګانډا په پوځ کې تورن جنرال او د ځانګړو ځواکونو اصلي قوماندان دی چې د ولسمشر د ساتنې دنده ورپه غاړه ده. د موسويني مېرمن ژانېت د معارف او سپورټ وزيره ده. د ولسمشر اوښی، سېم کوتېسا، د بهرنيو چارو وزير دی.
انځور: DW/E. Lubegaايزابېل دوس سانتوس د انګولا د ولسمشر مشره لور او د تر ټولو شتمنو افريقايانو په کتار کې ولاړه ده. دغه سوداګره د انګولا د مخابراتو د تر ټولو ستر شرکت او د ډېرو مغازو مشره ده. هغه د تېلو او نفتو د دولتي شرکت، سونانګول، مشره هم ده. د هغې ورور، خوزې کيلومېنو د انګولا د يوه دولتي صندوق مشري کوي چې څه باندې ۵ ميليارډه يورو په اختيار کې لري.
انځور: picture-alliance/dpaتېودورو نګوېما اوبيانګ مانګوې د استوايي ګينيا دويم مرستيال ولسمشر او خپله د ولسمشر زوی هم دی. د هغه پلار، تېودورو اوبيانګ نګوېما مباسوګو، په دغه هېواد کې د ۱۹۷۹ راهيسې واکمن دی. د هغه بچاندر، ګابريل مبېګا اوبيانګ، بيا د نفتو وزير دی. د نفتو د دولتي شرکت مشري بيا د ولسمشر د اوښي، نسوې اوکومو، په غاړه ده.
انځور: Picture-alliance/AP Photo/F. Franklin IIهغه غبرګولې چې ډېر نفوذ لري
ژاينېت دېزيرې کابيلا کيونګو د کانګو د پخواني ولسمشر، لاورن کابيلا، لور ده. اوسمهال د هغې ورور، جوزف کابيلا، دغه هېواد چلوي. ژاينېت خپله د کانګو د پارلمان غړې او د رسنيو د يوه شرکت مشره ده. د پاناما اسنادو ښودلي دي چې هغه په نورو شرکتونو کې هم ونډه لري چې ښايي د ماليې نه ورکولو په چارو کې ښکېلې وي.
انځور: Getty Images/AFP/J. D. Kannahله سکرټرې څخه تر لومړۍ مېرمنې پورې
ګرېس موګابه د زيمبابوې د ډېرې مودې ولسمشر، رابرت موګابه دويمه مېرمن ده. هغوی سره وپېژندل کله چې هغه لا سکرټره وه. اوسمهال ګرېس په حاکم ګوند کې د ښځو د ټولنې مشره ده. داسې ګونګوسې هم شته چې هغه به ښايي د خپل ۹۲ کلن مېړه ځای ونيسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mukwazhiپخوانۍ خو ډېره زيارکښه مېرمن
نکوسازانا دلاميني زوما لومړنۍ ښځه ده چې د افريقايي ټولنې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. هغه پخوا د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزيره او بيا د خپل پخواني مېړه، جېکوب زوما، د ولسمشرۍ په وخت د کورنيو چارو وزيره وه. اوس دغه مېرمن غواړي چې خپله ولسمشره جوړه شي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Prinslooدولت د خصوصي شرکت په توګه
د ډېرو شرکتونو او مهمو دولتي دندو په سر واک د کانګو د ولسمشر، دېنيس ساسو نګوېسو، د کورنۍ په لاس کې دی. د هغه لور کلاوديا د خپل پلار د رسنيو د دفتر مشري کوي، د ولسمشر ورور ماوريس د ډېرو شرکتونو مشر دی او د ولسمشر زوی، دېنيس کريستل، لکه چې د ولسمشر د ځای نيولو ته آماده کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Gervaisد ډېرو کلونو له پاره، عمر بونګو اونديمبا په ګابون کې په قدرت کې وو. دغه مطلق العنان واکمن په ۲۰۰۹ کال کې د ۴۱ کلونو په عمر ومړ. په ناندرئيزو ټاکنو کې د هغه زوی، علي بونګو، له ۱۷ سيالانو څخه دغه انتخابات وګټل. د بونګو کورنۍ د نيمې پېړۍ راهيسې په دغه هېواد کې قدرت چلوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Longariد توګو د ولسمشر، ګناسينګبې ايادېما، له ۵۰ بچيانو څخه فاورې ګناسينګبې يوازنی زوی و چې سياستوال جوړ شو. هغه اوس په دغه هېواد کې واکمن دی. په کېنيا او بوتسوانا کې هم دا مهال داسې کسان واک ته رسېدلي دي چې پلرونه يې هم ولسشمران ول.
انځور: I. Sanogo/AFP/Getty Images