افريقا د دغو کورنيو په ولکه کې ده
۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبهافريقا د دغو کورنيو په ولکه کې ده
په افريقا کې سياست د پياوړو کورنيو کار دی. زوی د ولسمشر په توګه د خپل پلار ځای نيسي، لور يې بيا د دولتي شرکتونو مشري کوي او مېرمن يې وزيره مقرريږي. دغسې مثالونه ډېر شته.
زوی د ځانګړو ځواکونو د مشر په صفت
موهوزي کاينېروګابا د يوګانډا د ولسمشر، يووېري موسويني، مشر زوی دی. هغه د يوګانډا په پوځ کې تورن جنرال او د ځانګړو ځواکونو اصلي قوماندان دی چې د ولسمشر د ساتنې دنده ورپه غاړه ده. د موسويني مېرمن ژانېت د معارف او سپورټ وزيره ده. د ولسمشر اوښی، سېم کوتېسا، د بهرنيو چارو وزير دی.
د ولسمشر ډېره شتمنه لور
ايزابېل دوس سانتوس د انګولا د ولسمشر مشره لور او د تر ټولو شتمنو افريقايانو په کتار کې ولاړه ده. دغه سوداګره د انګولا د مخابراتو د تر ټولو ستر شرکت او د ډېرو مغازو مشره ده. هغه د تېلو او نفتو د دولتي شرکت، سونانګول، مشره هم ده. د هغې ورور، خوزې کيلومېنو د انګولا د يوه دولتي صندوق مشري کوي چې څه باندې ۵ ميليارډه يورو په اختيار کې لري.
د خپل پلار په استازيتوب
تېودورو نګوېما اوبيانګ مانګوې د استوايي ګينيا دويم مرستيال ولسمشر او خپله د ولسمشر زوی هم دی. د هغه پلار، تېودورو اوبيانګ نګوېما مباسوګو، په دغه هېواد کې د ۱۹۷۹ راهيسې واکمن دی. د هغه بچاندر، ګابريل مبېګا اوبيانګ، بيا د نفتو وزير دی. د نفتو د دولتي شرکت مشري بيا د ولسمشر د اوښي، نسوې اوکومو، په غاړه ده.
هغه غبرګولې چې ډېر نفوذ لري
ژاينېت دېزيرې کابيلا کيونګو د کانګو د پخواني ولسمشر، لاورن کابيلا، لور ده. اوسمهال د هغې ورور، جوزف کابيلا، دغه هېواد چلوي. ژاينېت خپله د کانګو د پارلمان غړې او د رسنيو د يوه شرکت مشره ده. د پاناما اسنادو ښودلي دي چې هغه په نورو شرکتونو کې هم ونډه لري چې ښايي د ماليې نه ورکولو په چارو کې ښکېلې وي.
له سکرټرې څخه تر لومړۍ مېرمنې پورې
ګرېس موګابه د زيمبابوې د ډېرې مودې ولسمشر، رابرت موګابه دويمه مېرمن ده. هغوی سره وپېژندل کله چې هغه لا سکرټره وه. اوسمهال ګرېس په حاکم ګوند کې د ښځو د ټولنې مشره ده. داسې ګونګوسې هم شته چې هغه به ښايي د خپل ۹۲ کلن مېړه ځای ونيسي.
پخوانۍ خو ډېره زيارکښه مېرمن
نکوسازانا دلاميني زوما لومړنۍ ښځه ده چې د افريقايي ټولنې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. هغه پخوا د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزيره او بيا د خپل پخواني مېړه، جېکوب زوما، د ولسمشرۍ په وخت د کورنيو چارو وزيره وه. اوس دغه مېرمن غواړي چې خپله ولسمشره جوړه شي.
دولت د خصوصي شرکت په توګه
د ډېرو شرکتونو او مهمو دولتي دندو په سر واک د کانګو د ولسمشر، دېنيس ساسو نګوېسو، د کورنۍ په لاس کې دی. د هغه لور کلاوديا د خپل پلار د رسنيو د دفتر مشري کوي، د ولسمشر ورور ماوريس د ډېرو شرکتونو مشر دی او د ولسمشر زوی، دېنيس کريستل، لکه چې د ولسمشر د ځای نيولو ته آماده کيږي.
ولسمشر بونګو دويم
د ډېرو کلونو له پاره، عمر بونګو اونديمبا په ګابون کې په قدرت کې وو. دغه مطلق العنان واکمن په ۲۰۰۹ کال کې د ۴۱ کلونو په عمر ومړ. په ناندرئيزو ټاکنو کې د هغه زوی، علي بونګو، له ۱۷ سيالانو څخه دغه انتخابات وګټل. د بونګو کورنۍ د نيمې پېړۍ راهيسې په دغه هېواد کې قدرت چلوي.
پلار د زوی په څېر دی
د توګو د ولسمشر، ګناسينګبې ايادېما، له ۵۰ بچيانو څخه فاورې ګناسينګبې يوازنی زوی و چې سياستوال جوړ شو. هغه اوس په دغه هېواد کې واکمن دی. په کېنيا او بوتسوانا کې هم دا مهال داسې کسان واک ته رسېدلي دي چې پلرونه يې هم ولسشمران ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.12.2013):
نيلسن منديلا- د آزادۍ ږغ
د جنوبي افريقا ډيری اوسېدونکو د نيلسن منديلا تبسم په ياد راوړي. هغه تر بل هر چا د جنوبي افريقا ته تاريخ ته بل ډول شکل ورکړ. هغه تر اوږده بند کاټولو وروسته لومړی تورپوستی ولسمشر سو.
د خدای په امان منديلا
د جنوبي افريقا ډيری اوسېدونکو د نيلسن منديلا تبسم په ياد راوړي. هغه تر بل هر چا د جنوبي افريقا ته تاريخ ته بل ډول شکل ورکړ. هغه تر اوږده بند کاټولو وروسته لومړی تورپوستی ولسمشر سو.
نيلسن راليهلا مانديلا د ۱۹۱۸ کال د جولای مياشتي پر ۱۸ نېټه د جنوبي افريقا په شرقي ايالت کپ تاون کي زېږېدلی وو. د مکتب تر بشپړه ولو وروسته هغه د حقوقو په برخه کي لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. هغه په ۱۹۵۲ کال د تورپوستانو لومړی دارلوکاله پرانيستله.
اپارتهايد يا توکميز توپير پر منديلا باندي ډېره اغېزه کړې وه. هغه د دغه توپير د له منځه وړلو له پاره د خپل ژوند ډېره برخه قرباني کړه.
منديلا په ځوانۍ کي د بوکسنګ لوبه خوښوله. هغه ويل چي په دغه لوبه کي «اجتماعي موقعيت، عمر، رنګ او پوست مهم نه دی.» هغه حتی په بند کي لا خپل ورزشي اندام ساته.
په ۱۹۶۴ کال کي پوليس د هغي محکمې مخي ته خلک سره ګوښه کوي چي پکښې پر نيلسن منديلا او د اپارتهايد پر ضد نورو فعالانو باندي دغوای سوي وه. منديلا په دغه محکمه کي د سياسي فعاليتونو له کبله په عمري بند محکوم سو.
منديلا د روبين جزيرې په يوه پنځه متره مربع خونه کي ۱۸ کاله بند تير کړ. هغه ته يې د بند پر مهال يوه نمره ورکړې وه چي دی پر پيژندل کېدی (۴۶۶۶۴) کله چي منديلا له زندان څخه آزاد سو ويې ويل چي دی يې يوازي پردغه نمره باندي پيژندی.
هغه وخت چي منديلا د زندان د تورو ټمبو تر شا وو، د اپارتهايد پرضد مبارزه روانه وه. د هغه مېرمن ويني منديلا (په منځ کي) په دغه مبارزه کي ډېره فعاله وه.
نړۍ د جنوبي افريقا له سرنويشت سره علاقه پيدا کړه. په ۱۹۸۸ کال کي د لندن په ويمبلي لوبغالي کي د نيسلن منديلا په ملاتړ يو کانسرت ترسره سو. په دغه ورځ د نړۍ مشورو هنرمندانو د منديلا ۷۰ کلني ولمانځله.
منديلا د ۱۹۹۰ کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۱ نېټه تر ۲۷ کاله بند وروسته له زندان څخه آزاد سو. په دې انځور کي هغه او مېرمن يې ښول کيږي چي لاسونه يې د اپارتهايد پرضد باندي پورته کړي دي.
د ۱۹۹۰ کال په می مياشت کي منديلا د افريقا ملي کانګرس ته ورسيد او له فريدريک ويلم دوکليرک سره يې خبري اتري رهبري کړې. وروسته بيا منديلا جمهور رييس سو. دغه خبرو اترو له اپارتهايد څخه پاکي افريقا له پاره لاره اواره کړه. په ۱۹۹۳ کال کي هغه او کليرک د نوبل د سوله جايزه هم ترلاسه کړه.
اوليور تامبو(کيڼ اړخ ته) او والتر سنسولا (ښی اړخ ته) د منديلا له نژدې متحدينو څخه ول. دوی يو ځای په ۱۹۴۴ کال کي د جنوبي افريقا د ځوانانو کانګرس تاسيس کړ او د اپارتهايد رژيم پرضد يې مظاهرې رهبري کولې. سنسو په عمري بند محکوم سو او تامبو ۳۰ کال په تبعيد کي تېر کړل. تر ۱۹۹۰ کال وروسته هغوی د افريقا په ملي کانګرس کي رهبري کوونکي موقعيتونه ترلاسه کړل.
د ۱۹۹۴ کال د می مياشتي ۱۰ نېټه په تاريخ کي ثبت سوه. په دغه ورځ نيلسن منديلا د لومړي تورپوستي په توګه د جنوبي افريقا جهمور رييس وټاکل سو. هغه تر ۱۹۹۰ کاله پوري جمهور رييس وو، تر هغه وروسته د هغه همکار تابو مبکی دغه مقام تر لاسه کړ.
په ۱۹۹۶ کال کي منديلا د پخلايني يو کمېسيون جوړ کړ، څو د اپارتهايد پرمهال ترسره سوي جرمونه وڅېړي.
د ۲۰۰۴ کال کي د می مياشتي پر ۱۴ نېټه اعلان وسو چي جبوبي افريقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړيوالو سياليو کوربه دی. منديلا په ډېر افتخار سره د دغو سياليو کوربه توب پرغاړه واخيست.
په ۲۰۰۸ کال کي د افريقا په ډېرو غريبو سيمو کي کورونو ته اور واچول سو او ډېر کډوال پکښي ووژل سو. وروسته بيادغه پوښتنه را پيدا سوه چی آيا د منديلا له خوا دغه تاسيس سوی ملت به وکولای سي چي يو ځای ژوند وکړي؟ آيا دغه ملت ناکامه سوی دی؟
منديلا د خپل ژوند په وروستيو کلونو کي د په عام محضر کي له راڅرګندېدو څخه ډډه کوله او خپل ډېر وخت يې له خپلي کورنۍ سره تيراوه. په دې انځور کي هغه په ۹۳ کلنۍ کي د خپلي زېږېدني په ورځ له خپلو لمسيانو او کړوسيانو سره ښکاري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.01.2017):
ايا د افریقا وودو تور جادو او که مذهب دی؟
وودو په افريقا کي یو ډول مذهب دی چي په میلیونونو پيروان لري. په لویدیځ افریقایې هیواد بنين کې هر کال د جنورۍ میاشتې په لسمه یو جشن هم لمانځل کیږي. د دې جشن پر مهال عامه رخصتي وي. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
په ساحل کې ننداره
د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې وودو دومره نه منل کیږي لکه څومره چې په بنین کې. هر کال د جنوري په میاشت کې د دغه جشن یا مراسمو پر مهال په دغه ساحل کې یو خاص رونق وي. په دې ورځ مذهبي مراسم لږ او دا ډول میلې زیاتې وي.
هر کلی جلا رسم او رواج لري
اوس هم په دغه هیواد کې وودو ته ارزښت ورکول کیږي او د دغه هیواد په مختلفو کلیو او بانډو کې د کوچنیو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. ابومي یو وخت د شاهي کورنۍ ښار وو او په دې انځور کې د دغه ښار د اطرافي کلي کپیټیپکا یو منظر تر سترګو کیږي. خلک په جذبه کې راځي، نڅا کوي او سندرې وایې او د دوی په باور په دې توګه دوی ځان خدای ته د رسولو کوښښ کوي.
وودو د خپلو پیروانو په اند یو حقیقت دی
په بنین کې د وودو د پیرونانو دقیق شمیر نه دی معلوم. د دغه هیواد د ۱۱ میلیونه نفوس نږدې ۱۱سلنه یې ځان په رسمي ډول د وودو پیرويان بولي. په بنین کې دا یوه عادي خبره ده چې یو کس له یوې خوا ځان عیسوي بولي او له بلې خو پر وودو هم عمل کوي.
زکپاټا، د دوی په اند یو له بې شمیره خدایانو څخه دی
د بنین په مختلفو ځایونو په ځانګړي توګه په سیمه ییزو کلیو کې د نذر او خیرات له پاره دا ډول معبدونه لیدل کیږي. دا ډول جوړښتونو دوی د زکپاټا په نوم خپل خدای ته منسوبوي. د وودو عقدي درلودونکو په اند دا ټول معبودان د انسانانو او د دوی پیدا کونکي تر منځ د وسیلې کار کوي.
د معبودانو له پاره شراب
د دوی په اند یوازې د عقیدې درلودل کفایت نه کوي، دلته ډیرې داسې رواجونه موجود دي چې خلک باید مختلف شیان د نذر یا خیرات په توګه ورکړي. په بنین کې د دغه نظر پیروانان د خپلو معبودانو د آرامه کلولو له پاره دوی ته شراب او سکریټ هم وړاندی کوي. دوی د نذر په توګه چرګان او سرلي هم دلته راوړي.
د ژوند له پاره د مختلفو سوالونو ځواب
که یو چاته د ژوند په مسایلو کې کومه پوښتنه پیدا کیږي، هغوې د فا اوریکل په نامه نجومیانو ته مراجعه کوي. دغه نجومیان په دغه انځور کې د لیدل کیدونکو مریو په وسیله استخاره کوي. ځني پوښتنې داسې هم دي چې د هغې مطرح کول منع دي. د بیلګې په توګه دا پوښتنه څوک نه شي کولی چې هغه به کله مري.
په نني عصر کې پخواني درمل
وودو یوازې د مراسمو، محفلونو او استخارې نوم نه دی، بلکې وودو له هغو یوناني نباتاتو سره هم ارتباط لري چې د کلونو راهیسې د مختلفو ناروغیو د درمل له پاره ترې استفاده کیږي د بلکې په توګه ملاریا.
د جادو له پاره کاریدونکي شیان
د وودو یوه مهمه برخه هغه بازار دی چې په هغې د کوډو یا جادو له پاره کاریدونکي عجیب و غریب شیان پلورل کیږي. په دې بازار کې د سپي له سر څخه نیولې د وچ کړای شوي چلپاسۍ او د پړانګ تر پوستې پورې تر لاسه کیدای شي.
د خوشبختۍ له پاره
له دوو کوچنیو بوتانو څخه جوړه شوې دغه جوړه د وودو د پیرويانو له پاره د خوشبختۍ یو سیمبول دی. دا په یوې کورنۍ کې د خوشحالیو راوستلو په مفصد ساتل کیږي. دې ته ورته یو شمیر نور جادويې شیان هم شته چې په ځانګړي توګه سیلانیان یې د یادګار په توګه له ځان سره خپلو هیوادونو ته وړي.
وودو او د هیواد سیاست
د بنین لوې سیاست مشر هم پر وودو عقیده لري. داګبو هونون د وودو ډیر مخکښ استازی دی چې په جوویده کې اوسیږي. داګبو وایې چې تر ټاکنو مخکې ټول نوماندان د دعا اخیستلو له پاره هغه ته ورزي. آیا هغه هم پر سیاست د تاثیر اچولو کوښښ کوي، داګبو د دې پوښتنې په ځواب کې چپ پاتې شو.