په برلین کې د یوه موزیم په حواله داستعمارپه دور کې المان ته د راوړل شوو لسګونو کوپړیو د «ډي ان ای» تر معایناتو وروسته یي د درو کوپړیو پورې اړوند خپلوان، چې اوس په تنزانیا کې میشت دي، موندلي دي.
د المان د پلازمېنې «له تاریخ مخکې او د ابتدایي تاریخ« دې موزيم ته د راوړل شوو کوپړیو «ډي ان ای» وڅیړل شول، څو دغه پاتې شونې (د سر د کوپړۍ هډوکي) د هغوي ژوندي پاتې عزیزانو ته وسپارل شي.
دغه تحقیق ولې مهم دی؟
په برلین کې د اس پي موزیم د مسئولینو په وینا دا لومړی ځل دی چې د «ډي ان ای» د څیړنې په اساس د دغو پاتې شونو او د اولادونو ترمنځ یې واضح اړیکې لټول شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده «اوس به زر تر زره خپلوانو او دتنزانیا حکومت ته په دې اړه اطلاع ورکړل شي». د دې آزمایشي پروژې په اساس د نږدې ۱۱ زره کوپړیو تحقیقات ترسره شوي دي. دې موزیم په ۲۰۱۱م کال کې دا ډول ۷۰۰۰ باقیات په برلین کې له شاریټي روغتون څخه ترلاسه کړي وو.
د احتمالي خپلوانو د پيدا کولو له پاره د ځانګړو سیمو له مختلفو قبایلي اشخاصو د خولې د لُعاب (لاړو) نمونې اخیستل شوې وې.
له کوپړیو څخه یې د یوې بشپړې جینیټيکي نقشې له هغه کس سره مطابقت وکړ، چې نن هم ژوندی دی. همدا ډول له نورو اتو کوپړیو څخه د دوو جینیټيکي نقشه د افریقا د «چاګا قبیلې» له خلکو سره ډیر زیات شباهت یا ورته والی لري.
د موزیم د مشر هیرمان پارسنګر په خبره «دا ډول شباهت لټول په خپل ذات کې یوه معجزه ده او شاید هم د ډیرو پيچلو تحقیقاتو سربیره هم یوه نا حله موضوع پاتې شي.»
دا کوپړۍ په المان کې ولې وې؟
اټکل کیږي چې دغه کوپړۍ د ۱۸۷۱ او ۱۹۱۸م کلونو ترمنځ د جرمني سلطنت پر مهال له هدیرو او نورو قبرونو څخه غلا شوي وو.
دا المان ته د تش په نامه «ساینسي څیړنو» له پاره راوړل شوي وې، چې له امله یي په المان کې د توکمپالنې نظریې ته هم وده ورکړل شوه.
ډیر شمیر کوپړۍ انسان پيژندونکی او داکتر فیلیکس فُن لوشان هغه وخت را ټولې کړي وې، کله چې المان په ختیځه افریقا کې یو استعماري قوت و. نورې کوپړۍ د شارټې روغتون د پخواني اناتومۍ انیستیتوت په مجموعې کې شاملې وې.
د اوسني وخت بروندي، روانډا، د تنزانیا اصلي خاوره او د موزمبیق ډیرې برخې د «ختځې افریقا المان» په قلمرو کې شاملې وې.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص
د جنوبي افريقا ډيری اوسېدونکو د نيلسن منديلا تبسم په ياد راوړي. هغه تر بل هر چا د جنوبي افريقا ته تاريخ ته بل ډول شکل ورکړ. هغه تر اوږده بند کاټولو وروسته لومړی تورپوستی ولسمشر سو.
انځور: picture-alliance/dpaد جنوبي افريقا ډيری اوسېدونکو د نيلسن منديلا تبسم په ياد راوړي. هغه تر بل هر چا د جنوبي افريقا ته تاريخ ته بل ډول شکل ورکړ. هغه تر اوږده بند کاټولو وروسته لومړی تورپوستی ولسمشر سو.
انځور: Getty Imagesنيلسن راليهلا مانديلا د ۱۹۱۸ کال د جولای مياشتي پر ۱۸ نېټه د جنوبي افريقا په شرقي ايالت کپ تاون کي زېږېدلی وو. د مکتب تر بشپړه ولو وروسته هغه د حقوقو په برخه کي لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. هغه په ۱۹۵۲ کال د تورپوستانو لومړی دارلوکاله پرانيستله.
انځور: APاپارتهايد يا توکميز توپير پر منديلا باندي ډېره اغېزه کړې وه. هغه د دغه توپير د له منځه وړلو له پاره د خپل ژوند ډېره برخه قرباني کړه.
انځور: picture-alliance/dpaمنديلا په ځوانۍ کي د بوکسنګ لوبه خوښوله. هغه ويل چي په دغه لوبه کي «اجتماعي موقعيت، عمر، رنګ او پوست مهم نه دی.» هغه حتی په بند کي لا خپل ورزشي اندام ساته.
انځور: Getty Imagesپه ۱۹۶۴ کال کي پوليس د هغي محکمې مخي ته خلک سره ګوښه کوي چي پکښې پر نيلسن منديلا او د اپارتهايد پر ضد نورو فعالانو باندي دغوای سوي وه. منديلا په دغه محکمه کي د سياسي فعاليتونو له کبله په عمري بند محکوم سو.
انځور: APمنديلا د روبين جزيرې په يوه پنځه متره مربع خونه کي ۱۸ کاله بند تير کړ. هغه ته يې د بند پر مهال يوه نمره ورکړې وه چي دی پر پيژندل کېدی (۴۶۶۶۴) کله چي منديلا له زندان څخه آزاد سو ويې ويل چي دی يې يوازي پردغه نمره باندي پيژندی.
انځور: cc-by-sa- Paul Mannixهغه وخت چي منديلا د زندان د تورو ټمبو تر شا وو، د اپارتهايد پرضد مبارزه روانه وه. د هغه مېرمن ويني منديلا (په منځ کي) په دغه مبارزه کي ډېره فعاله وه.
انځور: APنړۍ د جنوبي افريقا له سرنويشت سره علاقه پيدا کړه. په ۱۹۸۸ کال کي د لندن په ويمبلي لوبغالي کي د نيسلن منديلا په ملاتړ يو کانسرت ترسره سو. په دغه ورځ د نړۍ مشورو هنرمندانو د منديلا ۷۰ کلني ولمانځله.
انځور: APمنديلا د ۱۹۹۰ کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۱ نېټه تر ۲۷ کاله بند وروسته له زندان څخه آزاد سو. په دې انځور کي هغه او مېرمن يې ښول کيږي چي لاسونه يې د اپارتهايد پرضد باندي پورته کړي دي.
انځور: APد ۱۹۹۰ کال په می مياشت کي منديلا د افريقا ملي کانګرس ته ورسيد او له فريدريک ويلم دوکليرک سره يې خبري اتري رهبري کړې. وروسته بيا منديلا جمهور رييس سو. دغه خبرو اترو له اپارتهايد څخه پاکي افريقا له پاره لاره اواره کړه. په ۱۹۹۳ کال کي هغه او کليرک د نوبل د سوله جايزه هم ترلاسه کړه.
انځور: Walter Dhladhla/AFP/Getty Imagesاوليور تامبو(کيڼ اړخ ته) او والتر سنسولا (ښی اړخ ته) د منديلا له نژدې متحدينو څخه ول. دوی يو ځای په ۱۹۴۴ کال کي د جنوبي افريقا د ځوانانو کانګرس تاسيس کړ او د اپارتهايد رژيم پرضد يې مظاهرې رهبري کولې. سنسو په عمري بند محکوم سو او تامبو ۳۰ کال په تبعيد کي تېر کړل. تر ۱۹۹۰ کال وروسته هغوی د افريقا په ملي کانګرس کي رهبري کوونکي موقعيتونه ترلاسه کړل.
انځور: APد ۱۹۹۴ کال د می مياشتي ۱۰ نېټه په تاريخ کي ثبت سوه. په دغه ورځ نيلسن منديلا د لومړي تورپوستي په توګه د جنوبي افريقا جهمور رييس وټاکل سو. هغه تر ۱۹۹۰ کاله پوري جمهور رييس وو، تر هغه وروسته د هغه همکار تابو مبکی دغه مقام تر لاسه کړ.
انځور: APپه ۱۹۹۶ کال کي منديلا د پخلايني يو کمېسيون جوړ کړ، څو د اپارتهايد پرمهال ترسره سوي جرمونه وڅېړي.
انځور: picture-alliance/dpaد ۲۰۰۴ کال کي د می مياشتي پر ۱۴ نېټه اعلان وسو چي جبوبي افريقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړيوالو سياليو کوربه دی. منديلا په ډېر افتخار سره د دغو سياليو کوربه توب پرغاړه واخيست.
انځور: APپه ۲۰۰۸ کال کي د افريقا په ډېرو غريبو سيمو کي کورونو ته اور واچول سو او ډېر کډوال پکښي ووژل سو. وروسته بيادغه پوښتنه را پيدا سوه چی آيا د منديلا له خوا دغه تاسيس سوی ملت به وکولای سي چي يو ځای ژوند وکړي؟ آيا دغه ملت ناکامه سوی دی؟
انځور: Gianluigi Guercia/AFP/Getty Imagesمنديلا د خپل ژوند په وروستيو کلونو کي د په عام محضر کي له راڅرګندېدو څخه ډډه کوله او خپل ډېر وخت يې له خپلي کورنۍ سره تيراوه. په دې انځور کي هغه په ۹۳ کلنۍ کي د خپلي زېږېدني په ورځ له خپلو لمسيانو او کړوسيانو سره ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpa