1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقا ته د شولڅ دریم سفر: د اومو توکو تجارت او مهاجرت

۱۴۰۲ آبان ۷, یکشنبه

د اقتصادي اړیکو پیاوړې کول، د اومو موادو د سوداګرۍ پراخول، امنیت او د مهاجرت محدودولو په څیر موضوعات به افریقا ته د المان د لومړي وزیر د دریم سفر په ترڅ کې مطرح شي.

Kanzler Scholz reist nach Nigeria und Ghana
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

نور نو هغه وخت نه دی چې افریقا د المانانو له پاره له پامه غورځول شوې یوه وچه وه. دا په دوو کلونو کې دې وچې یا براعظم ته د المان د صدراعظم اولاف شولڅ دریم سفر دی. وروسته له یکشنبې ورځې څخه شولڅ د درو ورځو له پاره نایجیریا او ګانا ته سفر کوي.

شولڅ د پخوا برخلاف خپله توجه پر دې وچې ډیره متمرکزه کړې ده. د اوکراین پر وړاندې د روسیې د تعرضي برید څخه په پند اخیستلو سره هغه غواړي په نړیواله کچه خپلې اړیکې پراخې کړي.

د شولڅ په وینا د بیلګې په توګه په راتلونکي کې باید د ګازو په برخه پر روسیې او په اوس وخت کې د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د چین په څیر هیوادونو پورې وابستګي راکمه شي.

نایجیریا چې په افریقا کې یو ګڼ میشته هیواد دی او ډیر شمیر مهاجر یې المان ته پناه راوړي، شولڅ غواړي چې د یوې موافقتنامې له لارې په المان کې د دغه هیواد د رد شوو مهاجرو بیرته ستنولو ته لاره هواره کړي.

همدارنګه المان اوسمهال خپل د اړتیا وړ ۷۹ سلنه برخه د اومو نفتو له نایجیریا هیواد څخه واردوي. شولڅ غواړي چې په ابوجا او لاګوس لویو اقتصادي ښارونو کې ارزونه وکړي چې آیا د طبیعي ګازو د وارداتو په برخه کې هم د تجارت امکانات شته او که څنګه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب