زرغون ګوند افغانانو ته د پېسو وړاندیز ناوړه ګټه اخيستنه بولي
۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه
د آلمان په پارلمان کې زرغون گوند، له مسیحي سوسیال گوند (CSU) څخه ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت په دې تورنوي چې له دولتي بودجې څخه په ناوړې گټې اخیستنې سره یې افغانانو ته وړاندیز کړی چې د نغدي پیسو په بدل کې، آلمان ته د هغوی د منلو له ژمنې څخه لاس واخلي. د زرغون گوند سیاستوال، مارسل ایمیریش د سه شنبې په ورځ په برلین کې وویل چې، هر څه دې ته اشاره کوي چې له عامه پیسو څخه ناوړه گټه اخیستنه سوې ده. د هغه د معلوماتو له مخې دغه پیسې د بیا میشتیدنې او بشري مرستو له صندوق څخه دي.
اړوند:رپوټ: آلمان ته د نه انتقال په بدل کې افغانانو ته د پیسو وړاندیز
ایمیریش وویل، هغه پیسې چې باید د بشردوستانه منلو له پاره وکارول سي، هغه اوس له سفر څخه د مخنیوي له پاره کارول کیږي. دا د قانون خلاف یو عمل دی. زرغون گوند له دوبرینت څخه په دې هکله وضاحت غواړي، همدارنگه د منلو د نورو پروسو په هکله هم چې ښايي ډیر کم وخت ورته پاته وي. پارلماني ډلې نوموړې موضوع د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو د کمیټې د غونډې له پاره په اجنډا کې شامله کړې ده، چې تمه کیږي پخپله ډوبرینټ به پوښتنو ته جواب ووايي.
ډیریو اغیزمنو کسانو تر اوسه د پیسو وړاندیز رد کړی
په اوس وخت کې شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې دې ته انتظار باسي، چې آلمان د خپل پخواني حکومت په وخت کې ورکړل سوې د منلو ژمنې پوره کړي. هغوی اوس ، د آلمان په وسله والو ځواکونو کې د خپل د خدمت یا د ډیموکراتیک دولت د جوړولو له پاره د هغوی د ژمنتیا له امله، اوس د طالبانو له خوا له ځورونې سره مخامخ دي. په پاکستان کې، هغوی په راتلونکی کال له اخراج څخه بیره لري.
د نوومبر په لومړیو کې، د آلمان د کورنیو چارو وزارت، دغه لنډې مودې ته په کتو سره ځینو افغانانو ته د پیسو د ورکولو وړاندیز وکړ، په دې شرط چې د منلو له ژمنو څخه تیر سي. یوازې یو څو کورنیو، یعنې له ۶۷۳ کسانو څخه شاوخوا لس سلنه چې اړیکه ورسره نیول سوې وه، تر اوسه پورې دغه وړاندیز منلی دی.