په لسګونو زره افغانان د چهارشنبې له ماښام راهیسې کله چي يې لوبډلې په نیپال کې هندۍ لوبډلې ته په پای لوبې کې ماته وکړه جشنونه کول. په پلازمینه کابل او د افغانستان په ډیر شمیر نورو ولایتونو کې دغه بریاليتوب په بي ساري توګه ولمانځل شو.
یوازې ولسي خلک نه وو چې له هوايي ډګرڅخه یي تر غازي لوبغالي پورې خپله لوبډله بدرګه کوله بلکه له سیاست والو نیولي، د پارلمان تر غړو، د کابیني وزیرانو او د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانو هم افغان لوبډله تر غازي ستیدیوم پورې بدرگه کړه. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، هم په هوایي ډګر کې له لوبغاړو سره وکتل او هغوی ته یې د هر راز مالي او تخنیکي امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ. کرزي وویل چې افغانانو له دغې اتلولي سره نړۍ ته وښوله چې دوی پرمختګ کولای شي . ولسمشر وویل: «نن د افغانستان د ځوانانو بریاليتوب ټولو افغانانو ته مبارکي وایم. هغوی وښوله چې افغانان د پرمختګ وړتیا لري او کولای شي چې په هر ډګر کې بریاليتوب تر لاسه کړي.»
انځورونه: د افغانستان د بریا لمانځنه
تر هغه وروسته چې افغانستان په نیپال کې د سویلي اسیا هیوادونو جام وگاټه په ټول افغانستان کې خلکو دغه بریا ولمانځله. افغانان سړکونو ته راووتل، ډولونه یې ووهل، اټنونه یې وکړل او خپلو لوبغاړو ته یې مبارکي ووایله.
انځور: Hoshang Hashimiفغانستان د هندوستان پر وړاندې د سویلي اسیا د هیوادونو د جام په پای لوبه کې برلاسې شو او په دې ترتیب سره د دغه جام اتل شو. افغانانو د دغې بریا ډیر تود هرکلی وکړ.
انځور: Hoshang Hashimiدا د فوټبال په ډگر کې د افغانستان لومړۍ نړیواله اتلولي ده. افغانستان په ۲۰۱۱ کال کې هم د سویلي اسیا د هیوادونو جام پای لوبې ته رسیدلی وو.
انځور: GoalNepalد افغان لوبډلې په بریا کې گول ساتونکي منصور فقیریار ډیر مهم نقش ولوباوه. افغانانو د دغه لوبغاړي ډیره ستاینه کړې ده.
انځور: GoalNepalافغان لوبغاړي د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیدل.
انځور: DW/H. Siratیو شمیر افغان چارواکي د افغانستان د ملي تیم لوبغاړو د هرکلي له پاره هوايي ډگر ته تللي ول.
انځور: DW/H. Siratافغان ولسمشر حامد کرزي هم په هوایي ډگر کې د افغان لوبغاړو هرکلی وکړ.
انځور: DW/H. Siratولسمشر کرزی د تل به خلاف د سیاسي مسایلو په اړه نه بلکې د سپورت په هکله وغږید او له ورزشکارانو سره یو ځای یې خوشحالۍ وکړې.
انځور: DW/H. Siratد هوایي ډگر پر سړک خلک د افغان لوبغاړو د هرکلي له پاره ولاړ دي.
انځور: DW/H. Siratافغان له خپلې لوبډلې سره یوځای له هوایي ډگر څخه د کابل د فوټبال د ستیدیوم په لور ولاړل.
انځور: DW/H. Siratپه دغه جشن کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکو گډون کړی وو.
انځور: DW/H. Siratافغانانو به دغه جشن کې د پولیسو د ونډې ستاینه وکړه. په ځینو ځایونو کې ان خلک د پولیسو په موټرو کې د جشن سیمې ته ولیږدول شول.
انځور: DW/H. Siratپه دغه جشن کې ډیرو ښځو گډون نه وو کړی خو بیا هم هغوی له خپلو کورونو او نورو ځایونو څخه په دې خوښۍ کې ونډه واخیسته.
انځور: DW/H. Siratد افغان لوبډلې بریا د ټولو له پاره خوښي ډالۍ کړه. د سړک د غاړې له کارگرو نیولې، بیا د ښوونځې تر زده کوونکو پورې په دغه جشن کې ونډه واخیسته.
انځور: DW/H. Siratډیر شمیر افغانانو له ځان سره د خپل هیواد بیرغونه لیږدول.
انځور: Hoshang Hashimiد پنجشنبې په شپه هم ډیر شمیر افغانان سړکونو ته راوتلي ول.
انځور: Ibrahim Speasalyتر دې مخکې هیڅ کله هم افغانانو دومره ډیر بیرغونه له ځان سره نه ول لیږدولي.
انځور: Ibrahim Speasalyد افغان لوبډلې بریا په ټول افغانستان کې له خلکو ناامني او جگړه هیره کړه.
انځور: Hoshang Hashimiپر کابل سربیره د افغانستان په نورو ښارونو کې هم افغانانو د خپلې لوبډلې بریا ولمانځله.
انځور: Hoshang Hashimiپه هرات کې هم د شپې ډیر کسان سړکونو ته راوتلي ول.
انځور: Hoshang Hashimiد ورزش په ډگر کې بریا تل افغانانو ته خوښي وربخښي.
انځور: Hoshang Hashimi
په افغانستان کې د فوټبال د ملي لوبډلي بي سارې ستایني دا وښوله چې افغانان له هر راز توپیر پرته د ملي مسایلو په باب هم فکره او هم نظره دي. د کابل غازي لوبغالي ته راغلو څو تنو ځوانانو چې له ډیري خوشهالۍ یي خپل احساسات نه شوای کنترولولای له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د لوبغاړو د ستایلو له پاره د سلهاو زره کسانو را ټولیدل چې په هر قوم او ژبي پوري تړاو لري دا ښيي چي داسي لوبي د ملي یووالي په ټینګښت کې چې افغانان ورته سخته اړتیا لري ډیره مرسته کولای شي.
محمدالله یو له هغو ځوانانو څخه وو چې غازي ستیدیوم ته د افغان لوبډلې د تشویقولو له پاره راغلی وو. هغه چې د افغانستان بیرغ یي په لاس کې لاره او پر خپل بدن یي هم د افغانستان تور سور او زرغون بیرغ کښلي وو وویل چې افغانان کولای شي د دغه شان سیالیو په تر سره کولو سره له هغو ملکونو سره هم د سیاسي اړیکو په ښه کولو کې کارنده واقع شي چي نن سبا ورسره افغان دولت لانجي لري. محمد الله وویل: «ورزش په نړۍ کې د سولې پیغام راوړونکی دی. تاسو ووینئ موږ له هغو ملکونو سره چې سیاسي لانجې لرو له لوبغاړو سره یې لوبې کوو چې زموږ اړیکې ښې کولای شي.»
د ملي شورا یو شمیر غړي هم په غازي لوبغالي کې راټول شوي ول. د دغې جرګې غړې ناهید فرید، وویل چې هیله لري افغانستان په نورو برخو کې هم د فوټبال په څیر لاس ته راوړنې ولري.
د المپیک د ملي کمیټي د مشرتابه په وینا تر اوسه پورې څه نا څه یو میلیون ډالر د بیلا بیلو سوداګرو، حکومتي چارواکو، ولسي جرګې د غړو او عادي افغانانو له خوا د فوټبال ملي لوبډلي ته د ډالیو په توګه راټولې شوې دي.