افغانانو له برلین څخه د رد جواب تر لاسه کړ
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سهشنبه
د آلمان حکومت په تیرو ورځو کې هغو ۶۵۱ افغانانو ته د رد جواب ورکړی دی چې د آلمان له خوا د منلو پروگرام په چوکاټ کې یې دغه هیواد ته د تلو په تمه په پاکستان کې انتظار ایسته.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د آلماني رسنیو د آژانس د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې اغیزمنو کسانو ته په تیره اونۍ کې په لیکلي ډول خبر ورکړل سوی دی.
په هغه متن کې چې د آلماني خبري آژانس په لاس کې دی، راغلي دي چې "له یوې هر اړخیزې بیا کتنې وروسته، دا معلومه سوه چې هغوی ته د جواز د شرایطو د ورکولو له پاره اساس نور موجودیت نه لري."
اړونده موضوع: افغانانو ته د پېسو وړاندیز؛ زرغون گوند یې ناوړه گټه اخیستنه بولي
څو ورځې مخکې لا د آلمان حکومت اعلان وکړ چې هغه افغانان به ونه مني چې په اصطلاح د (Überbrückungsprogramm) پروګرام په چوکاټ کې دي او د بشري حقونو په لیست کې دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغې پریکړې توجیه په دې سره وکړه چې "نور د هغوی په منلو کې هیڅ کومه سیاسي گټه نسته."
خو برعکس بیا د آلمان له خوا د منلو د دوو پروگرامونو په چوکاټ کې نور په سلونو افغانان لا هیله مند دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا، په پاکستان کې په اوس وخت کې د آلمان د حکومت په ملاتړ په مجموعي ډول ۷۰۱ کسان د منلو د اعلان د ترلاسه کولو په پروسه کې دي.
له هغوی څخه ۶۱۹ یې د افغانستان له پاره د آلمان له خوا د منلو په پروگرام کې شامل دي. ۶۲ افغانان بیا هغه ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي چې څه د پاسه څلور کاله مخکې، واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې یې د آلماني ادارو له پاره کار کړی دی.
اړونده موضوع: له پاکستان څخه د آلمان له لوري د منل کيدو د ژمنې لرونکو افغانانو اخراج ادامه لري
څه د پاسه څلور کاله مخکې واک ته د طالبانو رسیدل
پاکستان په اصل کې د آلمان حکومت ته د روان کال ترپایه پورې وخت ورکړی چې د منلو د ژمنو پروسې بشپړې کړي. پس له هغه به دغه کسان افغانستان ته اخراج کړي. د ۲۰۲۱م کال په اگست کې د افغانستان پایتخت، کابل وروستی ښار و چې له یوه چټک برید وروسته د طالبانو لاس ته ولوید.
په تیرو میاشتو کې د آلمان حکومت د هغو کسانو یوې برخې ته چې په پاکستان کې، آلمان ته د تگ په تمه دي، د نغدو پیسو د ورکولو وړاندیز وکړ، په دې شرط چې د منلو له پروگرام څخه تیر سي. خو یوازې په لسونو کسانو دغه وړاندیز ومانه.
حتی د ردولو په وروستي لیک کې هم اغیزمنو سویو کسانو، افغانستان ته د نهايی ستنیدو له پاره د پیسو وړاندیز ترلاسه کړ.