افغانانو نړیوالې جزايي محکمې ته تر ملیون زیات شکایتونه لېږلي
۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعهد اسوشېتد پريس خبري آژانس د يو راپور له مخي افغانانو ۱،۱۷ مليون شکايتونه د جزا نړيوالې محکمې ته د قربانيانو په توګه وړاندي کړي دي. دا د هغه وروسته چي يادي محکمې درې مياشتي ميعاد وټاکه چي افغان قربانيان کولای سي خپل شکايتونه درج کړي. دغه شکايتونه په افغانستان کي دننه او دباندي د ۲۰۱۷ کال د نوامبر د ۲۰مي او د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د ۳۱مې نېټي تر منځ د بيلو سازمانونو له خوا له افغانانو څخه راټول کړل سول.
په دغو سازمانونو کي په افغانستان کي فعال د بشري حقونو د ملاتړ او د تاوتريخوالي ضد سازمان هم شامل دی. د ياد سازمان څخه عبدالودود پدرام و اسوشيېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د افغان قربانيانو له لوري نه يوازي وسله والې ډلې لکه طالبان او داعش تورن کړل سوي دي، بلکه د افغانستان حکومت پورې تړلې جگړمارانو، د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو او پر کورني او بهرني استخباراتي ادارو هم د تيريو تورونه لګول سوي دي.
کوم شکايتونه چي راټول سوي دي، د هغوی پر اساس به د جزا نړيواله محکمه فيصله کوي چي ايا په افغانستان کي د ممکنه جنګي او بشريت ضد جنايتونو پلټنې او محاکمه به پېل کړي که نه. خو دا لا نه ده روښانه چي دغه فيصله به څومره وخت ونيسي.
د بشري حقونو د سازمان څخه عبدالودود پدرام ويلي دي چي کوم شکايتونه چي درج سوي دي، په هغو کي داسي هم سته چي يو کس د يوې داسي پيښي په تړاو معلومات ورکړي، چي قربانيان يې زيات دي او یو سازمان ښايی د زرهاو قربانیانو د شکایتونو څخه استازیتوب وکړي. د فدرام په وینا دا دې معنې لري چې د هغو افغانو شمیر چې له نړیوالې محکمې څخه د عدالت غوښتونکي وي، څو ملیونو ته ورسیږي.
د شعيب په نوم يو ځوان چي له شکايت کوونکو څخه يو دی، و اسوشېتد پريس خبري آژانس ته يې ويلي دي چي په ۲۰۱۴ کال يې پلار په غور کي د نورو مسافرو په شمول له موټر څخه راکښته کړل سوی او بيا په ډزو وژل سوی ؤ. د نوموړي په وينا دا د هغه وروسته چي وسله والو کسانو له مسافرو تذکرې کتلي وې او۱۴ شعيه مذهبه مسافر يې بېل کړي او په هدفمندانه توګه وژلي ول. نوموړي ويلي چي د دغي پيښي په تړاو هغه وخت د طالبانو يو قومندان نيول سوی ؤ خو د هغه راهيسي يې د تورن کس د محکمې او جزا په هکله څه نه دي اورېدلي. دغه ځوان ويلي چي له چارواکو څخه په دې خاطر د تورن کس په تړاو معلومات نه سي پوښتلای، ولي چي د دغه په وينا چارواکي هم د تورن قومندان سره اړيکي لري. شعیب خپله هم لا تر اوسه ویره لري. هغه له اسوشیتد پرس سره په مرکه کې، غوښتنه وکړه چې لطفا د هغه ځای او څيره بربڼده نه کړي.
د جنايي جریمو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې تأسیس سوه ترڅو نړیوال جنگي او د بشریت ضد جرایم تعقیب کړي. په افغانستان کې دغه محکمه وروسته له هغې د جنگي جرایمو د پیښو په هکله پلڼه کولای سي چې د دغه هیواد حکومت د ۲۰۰۳ کال په می کې د «روم منشور» تصویب کړ. دا هغه یو تړون دی چې له مخې دغه نړیواله محکمه تأسیس سوه او اوس عمومي مقر یې د هالند د «دنهاگ» په ښار کې دی.
په داسی حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسشمر، بیل کلینتن دغه تړون لاس لیک کړ، خو بل پخواني ولسشمر، جارج دبیلو بوش دغه لاسلیک بیرته لغوه کړ، ځکه د هغه په آند له دې سره کیدای سي امریکايی سرتیري د سیاسي دلایلو له مخې په غیر عادلانه توگه تر تعقیب لاندي ونیول سي.