په کابل کې د آلمان پر سفارت تر خونړي برید وروسته، یاد سفارت اوس د ویزې ورکړه ځنډولې ده. د دې کار له امله د زرګونو کسانو د ویزې لړۍ له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې. یاد سفارت اوس نوي خدمتونه پيل کړي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Bhandari
اعلان
په کابل کې د آلمان سفارت اوس د شینګن د ویزې د ورکړې له پاره نورې لارې چارې معرفي کړي دي. په کابل کې د آلمان سفارت پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې له دې وروسته افغانان کولای شي چې د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د ویزې له پاره درخواستونه ثبت کړي.
په کابل کې د آلمان سفارت د رسمي ویبپاڼې له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د دې هیواد د سیاسي نمایندګیو له لارې افغانانو ته ویزې اجرا کړي. په دې نوم لړ کې د هندوستان پلازمینه ډهلي، د ترکیې پلازمینه استانبول او د متحده عرب اماراتو د دبۍ ښار شامل دي.
کوم پاسپورت تر ټولو زیات سرحدونه درته پرانیزي؟
ډیر کم پاسپورتونه داسې دي چې سړی پرې هر چیري او هر کله چې وغواړي پرته له ویزې سفر کولای شي. دلته هغه پاسپورته کتلای شئ چې ډير سرحدونه ورته پرانيستي دي او هغه هم چې د زیاترو هیوادونو سرحدونه یې پرمخ تړلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker
«جرمني ته ښه راغلاست»
آلمانیانو ته د نړۍ دروازې پرانستي دي. د لندن د مشورتي شرکت «هینلې او پارتنر» د معلوماتو په حواله آلمانان ۱۷۷ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. له دې سره آلمان په پرله پسې دریم کال لومړی ځای خپل کړی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman
له خپل وطن سره مینه او نړۍ ته غیږ پرانستي
دوهم ځای سویډن لري. د ښایسته کلیو او ښکلي طبیعت خاوند دغه هیواد د نوري نړۍ د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دی. خو سویډنیان خپله هم ډیر د سفر شوقیان دي. د دوی د ټولو خارجي سفرونو ۷۱ سلنه د سیاحت په موخه ترسره کیږي. د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو دروازې دوی ته پرانيستي دي او پرته له ویزې ورته سفر کولای شي.
د جاپان، جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو سره د ویزې د محدودیتونو د نرمولو له امله اوس چینایان هم د سفر زیاته آزادي لري. ډيري چینایان له اقتصادي اړخه هم د دې جوګه دي چې نورو هیوادونو ته سفر وکړي. د رسنیو د رپوټونو په حواله استرلیا او بریتانیا پر دې اړه فکر کوي چې د چینايي وگړو له پاره د سفر شرایط آسانه کړي.
انځور: Getty Images/P. Le Segretain
د اروپا پر لور تېښته
سوریايي وګړي یوازې ۳۲ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي. دغه عربي هیواد له دې سره د پاسپورتونو په نړیواله درجه بندي کې ډیر شاته دی. خو د سوریايي پاسپورت درلودونکي بیا لږ تر لږه یو چانس لري چې د یوه پناه وړونکي په توګه په اروپا کې ومنل شي. د عراق او یا افغانستان د مهاجرو له پاره بیا دا ډيره مشکله ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla
د افغانانو له پاره کمه هیله مندي
افغانستان هم په دغه درجه بندۍ کې له هغو هیوادونو څخه یو دی چې وروستي مقامونه لري. په دې توګه دغه هیواد د سوریې، سومالیا، پاکستان او عراق ترڅنګ په هغو پنځوو هیوادونو کې شامل دی چې وګړو ته یې قانوني سفر تقریباً ناممکنه کوي. د دې وجه په دغه هیوادونو کې د څو کالو سیاسي بې ثباتي ده.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Bandari
انځورونه1 | 8
د دې ترڅنګ، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې په راتلونکې کې د افغانانو له پاره د ویزې د ورکړې په موخه د پاکستان هیواد په پلازمینه اسلام آباد او د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې هم ورته خدمات پیل کړي.
د آلمان سفارت له هغو افغانانو څخه چې غواړي په هندوستان، پاکستان، ترکیه، متحده عربي اماراتو او یا هم تاجکستان کې د دې هیواد ویزه ترلاسه کړي، غوښتي چې د آلمان د ویزې تر اخیستو مخکې د دې هیوادونو ویزه ترلاسه کړي او د ملاقات له پاره دې د آلمان له اړوندو سیاسي نمایندګیو څخه وخت واخلي.
په ویبپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې په هندوستان او پاکستان کې د تحصیلي ویزو، د کورنیو د یوځای کیدو او نور خدمتونه هم پیل کړي.
د دې ترڅنګ هغو کسانو چې تر دې مخکې د خپلو کورنیو د راوستلو او یا هم د تحصیلي ویزو له پاره درخواست کړی، اسنادونه یې اوس مهال د آلمان په برلین کې تر ارزونې لاندې دي. د دې ترڅنګ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د ویزو ګڼ شمیر درخواستونه ثبت شوي، له افغانانو د زغم او صبر غوښتنه کړې او وايي چې په دې صورت کې دې په ګاونډیو هیوادونو کې بیا ځلې د ویزې له پاره درخواست نه کوي.