1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرآسیا

افغانستان؛آیا دوه تابعیته افغانان ویزې ته اړتیا لري؟

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۲۱, جمعه

د طالبانو خارجه وزارت ویلي، هغه افغانان چې دوه تابعیته لري، کولای سي په خارجي پاسپورټونو سره افغانستان ته سفر وکړي او ویزې ته اړتیا نه لري، خو باید د داخلیدو پروخت خپل افغاني هؤیت ثابت کړي.

افغانی او آلمانی پاسپورټ
آرشیف:د طالبانو خارجه وزارت ویلي، هغه افغانان چې دوه تابعیته لري، کولای سي په خارجي پاسپورټونو سره افغانستان ته سفر وکړيانځور: Reza Shirmohammadi/DW

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد د جمعې په ورځ د ایکس پر ټولنیزه شبکه دغه موضوع شریکه کړه.

نوموړي افغانستان ته د دوو تابعیتونو لرونکو افغانانو د سفر په هکله رپوټونو ته غبرگون وښود او زیاته یې کړه: « دا چې ویل کیږي چې په بهر کې د دوو تابعیتونو درلودونکي افغانان هیواد ته د ستنیدو له پاره د افغانستان ویزې ته ضرورت لري ، دا ډول پریکړه نه ده رامنځته سوې.»

اړونده موضوع: اروپايي هيوادونه د تابعيت ورکولو شرايط څنګه تنظيموي؟

حافظ ضیا احمد ویلي دي:« هغه افغانان چې غواړي په خارجي پاسپورټونو سره افغانستان ته سفر وکړي، لکه د پخوا په شان د خپل افغاني هوئیت په ښودلو سره، د افغانستان ویزې ته اړیتا نه لري او کولای سي پرته له ویزې افغانستان ته سفر وکړي.»

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا نه ده معلومه کړې، هغه افغانان چې دوه تابعیته لري او غواړي له بهر څخه افغانستان ته داخل سي، که د افغانستان د هوئیت اسناد ونلري، نو څرنگه د افغانستان خپل اصليت ثابت کړي.

افغانستان؛ د بهرنیو ښځینه ګرځندویانو افغانې لارښودې

03:44

This browser does not support the video element.

افعانستان ته د سفر پر مهال د هوئیت د تثبیت له پاره، الکترونیکي تذکره او یا پاسپورټ دوه معتبره اسناد دي، خو هغه کسان چې دغه دواړه سندونه نلري، د افغانستان له قونسلگیرو څخه د هوئیت د تثبیت سند ته اړتیا لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب