افغانستان «آلمانی طالب» آلمان ته وسپاری
۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبهدغه ۳۶ کلن د هلمند ولايت په گريشک ولسوالۍ کي د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال نیولی سوی وو او اوس په جرمني کي په بند کي ناست دئ.
د آلمان په کارلسروهه ښار کي د دغه هيواد عمومي څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ ويلي دي: «پر تورن باندي ډير سخت شک دی چي د يوې بهرنۍ تورريستي ډلي «طالبانو» غړی سوی وو.»
افغانستان د چهارشنبې په ورځ دغه پولنډی الصله آلمانی توماس ک. د آلمان ته وسپاره او د آلمان فدرالي محکمې د هغه د بندي کولو امر وکړ.
د تحقيقاتو له مخي دغه سړی په ۲۰۱۲م کال کي پاکستان ته سفر کړی او د ۲۰۱۳م کال په لومړيو کي له وسله والو طالبانو سره يوځای سوی او د هغوی د جنگياليو د روزني په يوه کمپ کي روزل سوی دئ.
تر دې وروسته بيا هغه په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته لېږل سوی وو.
د آلمان عمومي څارنوال ويلي دي چي د طالبانو مذهبي بنسټپالني سازمان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو هدف تعقيبوي. هغوی دغي موخي ته د رسېدو له پاره له ځانمرگو بريدونو، ماينونو او بمي چاودنو څخه کار اخلي، چي په دې کي ډير ملکي تلفات رامنځ ته کيږي.