1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د سوداګرۍ او ترانزيټ سند لاسليک کړی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان استازو په اسلام اباد کې د سوداګرۍ په برخه کې پر درې اړخیزو همکاریو هوکړه کړي. په دې غونډه کې د سوداګرۍ، ترازنیټ، ګمرکي مالیاتو او سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوو برابرولو باندې خبرې شوې دي.

Pakistan | Ein gemeinsames Treffen des Handelsministers der Taliban-Regierung Afghanistans
انځور: Twitter/Botschaft Afghanistans in Islamabad

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلې دي، چې د اسلام آباد په غونډه کې د اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا او ترانزیټي اسانتیاو رامنځته کولو ټینګار او هوکړه شوي.

سرچینه وایي، چې د نورو اقتصادي مسایلو ترڅنګ د سوداګرو له پاره د ویزو پر اسانتیاو هم خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «په دې درې اړخیزه ناسته کې د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختیاله  لارې د سیمه ایز پیوستون پیاوړتیا، ترانزیټي اسانتیاوو د زیاتوالي، د ګډو پانګونو پر زیانون، د لګښتونو کمولو، د بانکي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا، د خوراکي توکو خوندیتوب، د ویزو په صادرولو، همدارنګه د ترانزیټي ستوونزو په حلولو او د ترانزیټ په پیاوړتیا ټینګار وشو.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر په پاکستان کې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې له جدي ستوونزو سره لاس او ګریوان دي. ویل کیږي، همدا اوس د پاکستان له لورې د افغان سوداګرو کابو درې زره په توکو بار کانتینرونه په کراچۍ بندر کې درولې دي.

د افغانستان د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وزیر جلیل عباس جیلاني سره د لیدنې په حال کېانځور: Twitter/Botschaft Afghanistans in Islamabad

تېره ورځ د افغانستان د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په اسلام اباد کې په همدې دې تړاو ځانګړې ناسته هم شوې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر له پاکستاني لوري په ټینګار غوښتي دي، چې د افغان سوداګرو درول شویو کانتیرونو ته دې اجازه ورکړي، چې افغانستان ته تېر شي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو تړون څومره مهم دی؟

په جرمني کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر ګل شاه صبري دویچه ویله ته وویل، افغانستان تل د منځنۍ اسیا هيوادونو سره باثباتي سوداګریزې اړیکې لرلي، خو په وینا له پاکستان سره د هر ډول سوداګریز تړون د افغانستان له پاره بې اغیزې دی.

صبری وایي، پاکستان مخکې هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو تړونو ته ژمن نه دی پاتې شوی او تل یې سوداګریز تړونونه د سیاسي فشار په توګه کارولي.

نوموړی وایي: «پاکستان په تېر وخت کې څو لوی او وړه تړونونه په رسمي ډول لاسلیک کړې دي، تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه بهتره شي، خو د پاکستان له لورې هغه تړونونه چې څه ډول په کار و عملي شوې نه دي.» هغه زیاتوي: «د پاکستان له لورې تل افغان سوداګرو ته بېلابېل خنډونه او ستوونزې رامنځته شوې دي.»

اوس چې افغانستان، ازبيکستان او پاکستان د سوداګرۍ پراختیا او ترانزیټ اسانتیاوو سند لاسلیک کړی، د اقتصادي چارو دغه افغان کارپوه وایي، دی هیڅ هغه تړون ته هیله من نه دی، چې پاکستان یې غړی وي. نوموړی زیاتوي، پاکستان په داسې تړونو سره غواړي، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هيوادونو ته صادرات وکړي.

د پاکستان ګوادرانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

ګل شاه صبري زیاتوي: «له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه مؤثره نه ده، زه خوشبین نه یم او هغه تړونونو کې چې پاکستان یې غړی وي، د هغې څخه به پاکستان ډېره کمه استفاده کوي. پاکستان فقط غواړي چې د افغانستان خاوره وکاروي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي ولیږدوي.»

د اقتصادي چارو یو بل افغان کارپوه دریا خان بهیر، که څه هم دا درې اړخیزه اقتصادي هوکړه، د ازبيکستان،افغانستان او پاکستان ترمنځد یوه نوي اقتصادي باب د پرانستلو فصل بولي، خو زیاتوي، دا به هغه وخت عملي بڼه خپله کړي، چې لومړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پخوانیو اقتصادي او سوداګریزو تړونو له سره کتنه وشي.

بهیر په دې باور دی، چې د څو اړخیزو اقتصادي او سوداګرویزو تړونونو او هوکړو له پاره باید اجرایوي ضمانتونه موجود وي.

هغه وایي: «د تېرو کلونو راهیسې پاکستان هیڅ وخت تړون ته ژمن او ولاړ نه دی او هر وخت یې د افغانستان سوداګرو ته ستونزي جوړې کړې دي. تر هغې چې د اعتماد فضا رامنځته نه شي او د دغو هوکړه لیکونو له پاره اجرایوي ضمانتونه نه وي، فکر نه کوم، چې د افغانستان ته دې يې ګټه ورسيږي.»