افغان حکومت وايي، «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمېدو» ته تراوسه طالبانو چمتوالی نه دی ښودلی. حکومت ټینگار کوي، چي بې له یوه اوربند څخه د سولي یو تړون ممکن نه دی.
اعلان
افغان حکومت وایې، هغه طرحه د منلو وړنه ده چې په هغې کې اوربند نه وی ذکر شوي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۱۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمېدو» په تړاؤ تراوسه پوري په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه طالبان باید اوربند ومني او افغان حکومت سره مستقیمي خبري وکړي. صدیقي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «خلک باید اوربند وویني ځکه دا د افغانانو ډیره مهمه غوښتنه ده.»
صدیق صدیقي زیاتوي، افغان حکومت هیله من دی چې طالب پلاوی به د اوربند وړاندیز په منلو سره قطر ته ګرځېدلی وي.
اوربند او که د تاوتریخوالي کمېدل
د افغان حکومت دغه ویاند د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمېدل بې مانا وبلل. ده وویل: «افغانانو ته د تاوتریخوالي کمېدو موضوع مبهمه ده، که زه یې تشریح کړم ایا دا به په دې مانا وي چې د ورځې به لس برېدونه نه بلکې پنځه برېدونه کیږي؟!»
ددې ناستې په اړه د یوناما پر ټویټرپاڼه کی یواځې همدومره لیکل شوي چې: «په دې ناسته کې د افغان سولې هلوځلو څخه د نړېوالې ټولنې پر ملاتړ خبرې شوي.»
په همدې حال کې د روسیي بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان به بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.
د افغانستان د ولسي جرګې یوه پخواني غړي صالح محمد صالح دویچه ویله سره خبرو کې پر افغان سوله د سیمي هېوادونو موافقه اړینه وبلله.
ده وویل: «روسیه، چین، پاکستان او ایران باید دلته یوه خوله شي او دغو هيوادونو ته باید قناعت هم ورکړل شي چې د افغانستان د سولي بهیر څخه صادقانه ملاتړ وکړي.»
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولي هوکړه لیک په اړه له امریکايي مذاکراتي ډلې سره ګټورې خبرې شوي او دا خبرې به دوام لري.
اسماعیل شاکر – کابل
حقاني شبکه څرنګه يوه ډله ده؟
حقاني شبکه يوه افغانه وسله واله ډله ده چې د افغان حکومت او د دوی د متحدينو امريکايي پوځ پر ضد جگړه کوي. افغان حکومت او نړيوالې ټولنې دغه شبکه د يوې خطرناکې وسله والې ډلې په توګه درجه بندي کړې.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
جلال الدين حقاني او طالبان
د طالبانو په حکومت کې جلال الدين حقاني د قبايلو چارو وزیر مقرر شو. د بهرنيو اتحادي ځواکونو تر حملې يعني ۲۰۰۱م کال پورې نوموړې پر همدې څوکۍ پاتې وو. تر ملا محمد عمر وروسته جلال الدين حقاني ته د طالبانو د تر ټولو معتبر مشر په توگه کتل کيږي. حقاني له اسامه بن لادن سره هم نزدې اړيکي درلودلې.
انځور: picture-alliance/dpa
حقاني شبکه کله جوړه شوه؟
څو لسيزي ترمخه د شوروي اتحاد د پوځونو پر ضد جنگيدونکي قوماندان جلال الدين حقاني د دې ډلې بنسټ ايښې وو. په اتيايمه لسيزه کې د افغان جگړې پر وخت امريکا متحدو ايالاتو د دغي ډلي ملاتړ کاوه. په ۱۹۹۵م کال کې دې ډلې بيا له طالبانو سره لاس يو کړ. طالبان د همدې شبکې په مرسته په ۱۹۹۶م کال کې د کابل په نيولو وتوانيدل. په ۲۰۱۲م کال کې دا شبکه د امريکا له خوا د يوه ترهگر سازمان په توگه ونومول شوه.
انځور: AP
د جلال الدين حقاني شخصي ژوند
جلال الدين حقاني په ۱۹۳۹م کال کې په پکتيا کې زيږيدلی او د پاکستان په دار العلوم حقانيه نومې مدرسه کې یې ديني زده کړې کړي. دا هماغه مدرسه ده چې ويل کيږي له طالبانو سره خواخوږي لري. جلال الدين حقاني دوه ودونه کړي. ويل کيږي چې يوه ميرمن یې عربه ده. حقاني ته د خليج په سني هیوادونو کې په ډيره درنه سترگه کتل کيږي.
انځور: AP
د دې شبکې مرکز چيرته دی؟
د حقاني شبکې د قوماندې مرکز احتمالاً د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې دی. د افغان او امريکايي چارواکو په حواله دا ډله د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمنه ده او په افغانستان کې وخت پر وخت بريدونه ترسره کوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
سراج الدين حقاني د مشر په توگه
جلال الدين حقاني د ناروغتيا له کبله د دغه تند لارې ډلې مشري خپل زوی سراج الدين حقاني ته سپارلې وه. سراج الدين د افغان طالبانو مرستيال قوماندان هم دی. په ۲۰۱۵م کال کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې گڼي جلال الدين حقاني مړ شوی دی خو طالبانو او حقاني کورنۍ دا خبرونه رد کړل.
انځور: picture-alliance/dpa
سراج الدين حقاني څوک دی؟
د حقاني شبکې ددغه برحاله مشر ماشومتوب په میران شاه کې تیر شوی. ويل کيږي چې ده هم په حقانيه مدرسه کې درس ویلی. دا هم ويل کيږي چې سراج الدين حقاني د حربي هنر ماهر دی. د ده په هلکه دا خبره هم کيږي چې له خپل پلار څخه يې زيات افراطي نظريات اخيستي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
انس حقاني د بندي په توگه
د جلال الدين حقاني له ډيرو زامنو څخه یې د يوه نوم انس حقاني دی چې له عربۍ مېرمني څخه زېږېدلی دی. انس حقاني دمگړۍ له افغان حکومت سره بندي دی او محکمې یې د اعدامولو پريکړه کړې ده. حقاني شبکې خبرداری ورکړې چې که چيرې انس ته ورکړل شوې جزا عملي شي نو دا به ډيرې ناوړه پايلې ولري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/National Directorate of Security
دا ډله څومره ستره ده؟
د بيلا بيلو اټکلونو په حواله د دې ډلې د ټولو جنگيالو شمير په ټولیزه توگه له دريو زرو تر لسو زرو پورې رسيږي. ويل کيږي چې مالي تمويل یې د خليج هيوادونو له خوا کيږي. پر دې سربيره دا ډله د مختلفو جنايي کړونو لکه د تښتونو او چور و چپاول له لارې هم خپل مالي اړتياوي برابروي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
حقاني شبکه او نورې تندلارې ډلې
له افغان طالبانو سره د حقاني شبکې اړيکې خو روښانه دي خو دا ډله له نورو ترهگرو ډلو سره هم نزدې اړيکي لري. په دې کې القاعده شبکه، تحريک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او په پاکستان کې منع کړل شوې لشکر طيبه ډله شامله ده. جلال الدين حقاني خو د اسامه بن لادن سره اړيکې درلودلې خو نوموړی د دغه ډلې له اوسني مشر ايمن الظواهري سره هم اړيکې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf Newspaper
له پاکستان سره اړيکي
د امريکا او افغانستان حکومتونه ادعا کوي چې حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آي ايس آي له ملاتړه برخمنه ده. خو د پاکستان پوځ او حکومت دواړه دغه تورونه ردوي. په واشنگټن کې حکومت ټينگار کوي چې پاکستان بايد په شمالي وزیرستان کې د موجودې دې ډلې پر ضد اغيزمنه گامونه واخلي.