په افغانستان کې د طالبانو د حکومت يوه ویاند د يکشنبې په ورځ وويل چې په ټول افغانستان کې د سختو موسمي اورښتونو له کبله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې وياند عبدالله جانان سايق، وويل چې د سېلابونو په اړه لومړی د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی وو چې «لوړ انساني او اقتصادي تاوان» یې اړولی دی.
هغه زياته کړه چې «له بده مرغه د سېلابونو له کبله ۳۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.»
اورښتونه به ښايي دوام پيدا کړي سايق وويل د کابو ۲۰۰۰ هکټاره کرهنیزې ځمکې ترڅنګ چې څه نا څه تر ۶۰۰ ډېر کورونه او ۸۵ کيلومتره سړکونو ډېره برخه زيانمنه شوې او يا ويجاړه شوې ده. ډېر تلفات د کورونو نړېدو په پيښو کي شوي دي.
د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه یې د کابل په ګډون په ۲۰ کې سخت اورښتونه شوي دي.
دا باراني موسم د يوه غير عادي وچ ژمي په تعقيب کې پېل شوی دی چې کيدای شي دا څه سېلابونه لا پسې شديد کړي. د وچکالۍ له کبله ډېرو بزګرانو لا دمخه د فصلونو کرل ځنډولي دي.
په راتلونکې اونۍ کې د نورو اورښتونو وړاندوېنه هم شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې.
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې چې د طبيعي پېښو پر وخت مرستې هم پکې شاملې دي، د پام وړ لږې شوي دي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)
زموږ له آرشيف څخه:
د آلمان په ځينو برخو کې سخت اورښتونه او سېلابونه
د آلمان په ځينو سيمو کې سږ کال د کرسمس اختر په شپو او ورځو کې سخت بارانونه وشول. په ځينو سيمو کې حتی د سېلابونو راتلو خبرداری ورکړل شوی وو او خلک خوندي سيمو ته تللي ول. انځور: Ulrich Stamm/Future Image/IMAGO په وينده هاوزن سيمه کې د کرسمس په شپه لکه خلک چې یې انتظار لري واوره ونه شوه، بلکې سخت باران وشو. له همدې کبله د تورنګن د شمال په دې سيمه کې چې ۵۰۰ اوسيدونکي لري، سېلاب راغلی. ښاروال ماتياس مارګوارد، د وضعيت په اړه وويل چې په دې سيمه کې یې داسې يو وضعيت کله نه وو ليدلی. هغه وويل چې په سيمه کې بريښنا قطع شوې او بدرفتونه ډک شوي دي.
انځور: Stefan Rampfel/dpa/picture alliance ماتياس مارګوارد د آلمان خبري آژانس ته وويل: «دا [ښار] لکه د اوبو ټپ ډک شوی دی. نوموړي له اوسيدونکو غوښتي ول چې ژر تر ژره له خپلو کورونو څخه ووځي. زياتره اوسيدونکو د نوموړي په لارښود عمل وکړ او د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته يې پناه يوړله. هغه وويل چې اړتيا پيدا نه شوه چې څوک په ګاونډ کې د پرتې سیمې هیرنګن د سپورت سالون ته پناه يوسي چې د موقتي سرپناه په توګه چمتو کړل شوی وو.
انځور: Stefan Rampfel/dpa/picture alliance په اوست فريسلند کې د بند نړيدل په نيدرزاکسن ايالت کې هم سيندونه ډک شوي ول. په هولن ښارګوټي کې چې په شمال کې د بريمن ښار څخه ۹۰ کيلومتره لیرې پروت دی، يو بند زيانمن شوی دی. د کرسمس رخصتيو په لومړۍ ورځ خلکو هڅه وکړه چې د ريګو په بوجيو درز شوي ځايونه بند کړي چې دې کار ګټه هم ورکړې ده.
انځور: Lars Penning/dpa/picture alliance په هانوور کې لاينه سيند په عمومي توګه آرام بهیږي. خو اوس د نيدرزاکسن ايالت د دې مرکزي ښار دا سيند ډېر ډک شوی او هلته پرتې مارينبورګ ماڼۍ او شا او خوا کروندو ته یې هم اوبه ور ختلي دي. د هانوور او ماګدبورګ ښارونو ترمنځ د ريل پټلۍ هم اغیزمنه شوې.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance په ایلبه سيند کې هم اوبه ډېرې شوي په ايلبه سيند کې هم اوبه راپورته شوي دي. د زاکسن ایالت په پلازمېنه دريسدن کې د کرسمس په رخصيو کې د سيند پر غاړه د قدم وهلو امکان نشته. د درېسدن زوړ ښار بايد د سېلابونو څخه د حفاظت د ګرځنده ديوالانو له لارې وساتل شي.
انځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance د دوناو پر غاړه د دودیزو خوړو تاريخي رستورانت د ساسيج تاريخي پخلنځای «وورست کوشل» له ۵۰۰ کلونو راهېسې په رېګنبورګ ښار کې د دوناو پر غاړه ولاړ دی. دغه دودیز رستورانت د بايرن ايالت يو شمير سېلابونه ليدلي دی او سر یې ساتلی دی. دې تازه سېلاب هم ورته له سېلابه د حفاظت ګرځنده ديوالونو په برکت زيان نه دی رسولی.
انځور: Armin Weigel/dpa/picture alliance د بابا نوېل پر ځای مرستندويان د سرې چپنې پر ځای نارنجي واسکټونه: دلته د بابا نوېل پر ځای د ټي اچ وي مرستندويه عمله ليدل کيږي. په امبيرګ سيمه کې د ويلز سيند ډکيدل د سېلاب باعث شوی. همدا علت دی چې د دسمبر پر ۲۴ دغه مرستندويانو حفاظتي تدابیر غوره کړل.
انځور: Vifogra/dpa په ويزر سيند کې هم اوبه ختلي د آلمان په هر ايالت کې د سېلاب د خطر د خبرداري کچه مختلفه وي. هيسن ايالت درې کچې لري. دلته د ويزر سيند په پورتنۍ برخه کې اوبه د کرسمس په ماښام د خبرداري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې. خو اوس په کرار کرار بيرته د کښته کیدو په حال کې دي.
انځور: Peter Hartenfeser/IMAGO د راين سيند هم په اصطلاح پراخ شوی دی. دلته که په کونيګسوينتر سيمه کې څوک غواړي د پوست له لارې يو ليک وليږي نو باید وار وکړي ځکه پوست بکس ته د ورتګ امکان نشته.
انځور: Wolfgang Rattay/REUTERS داسې ښکاري چې د کولن کلیسا هم په اوبه کې ده د کرسمس اختر په دويمه ورځ په کولن ښار کې د راين سيند اوبه تر اتو مترو هم لوړې شوې وې. خو دا د کولن له پاره غير عادي خبره نه ده. دلته د سيند په ځينو برخو کې د کښتيو تګ راتګ منع شوی. خو د چارواکو په حواله به اوبه تر کرسمس وروسته بيرته کښته شي.
انځور: Horst Galuschka/IMAGO د روهر سيند اوبه هم له څنډو راوښتي په راين ويستفالن کې هم سيندونو وښووله چې د سېلابونو پر وخت یې مهارول سخت کار دی. د روهر سيند اوبه هم د کرسمس په ماښام ډېري لوړي شوي وې.
انځور: Jochen Tack/IMAGO داسې بریښي لکه د اوبو دا حوض چې د روهر سيند په منځ کې چې پروت وي.
انځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images