1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان اولمپيک لوبو ته ښځينه لوبغاړې هم استوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۵, جمعه

د اولمپيک نړيوالې کمېټې ويلي دي چې افغانستان به په پاريس کې اولمپيک لوبو ته د دريو ښځينه لوبغاړو په ګډون يوه شپږ کسیزه ډله واستوي. د اولمپيک کمېټې له طالبانو څخه تل غوښتنه کوله چې ښځو ته په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي.

آرشيف انځور: د ۲۰۲۰م کال د اولمپيک سيالۍ
آرشيف انځور: د ۲۰۲۰م کال د اولمپيک سيالۍانځور: Matthias Hangst/Getty Images

د اولمپيک نړيوالې کمېټې « IOC» د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان به دغو لوبو ته چې په پاريس کې کیږي، د دريو ښځو په ګډون يوه شپږ کسیزه ډله وليږي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، اولمپيک کميټې تل له طالبانو غوښتنه کوله چې ښځو ته په اولمپيک لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي.

ويل شوي دي چې افغان لوبغاړې به په اتلېتکس يا ورزشي لوبو او د باېسکل چلولو په مسابقو کې او لوبغاړي به د ورزشي لوبو ترڅنګ د لامبو او جودو په سياليو کې ګډون وکړي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې يا آی او سي وياند مارک ادمز، وويل: «دا د تېرو څو کلونو هلو ځلو نتیجه ده چې په ترڅ کې یې موږ د افغانستان د اولمپيک له ملي کمېټې سره له نږدې خبرې اترې کړي، څو د دې زمينه برابره شي چې افغان ورزشکارانې هم په دې لوبو کې ګډون وکړای شي.»

خو آی او سي ويلي دي چې د اولمپيک لوبو له پاره به د «طالبانو د حکومت هیڅ استازي ته د ګډون رسمي اجازه ور نه کړل شي.»

د ادمز، په حواله د اولمپيک نړيوالې کمېټې د دې پخلی کړی دی چې د افغانستان د اولمپيک کمېټه او د دې کمېټې د مشرتابه غړي چې په تبعيد کې ژوند کوي، «د افغان لوبډلې د چمتووالي او لوبو کې د ګډون په برخه کې د کمېټې يوازني تماسونه دي.»

د ویلچر باسکټبال د یوې پیاوړې لوبغاړې د ژوند تریخ داستان

03:30

This browser does not support the video element.

په کابل کې د طالبانو له خوا په دويم ځل د واک له ترلاسه کولو راهېسې د اولمپيک نړيواله کمېټه پر افغان چارواکو فشار اچوي څو د دې زمينه برابره کړي چې وزرشکارانو ته د مالي مرستې په ورکولو سره «ځوانې نجونې او ښځې هم په بشپړه خونديتوب سره په لوبو کې ګډون ته لاره پيدا کړي.»

د مارچ میاشتې په نيمايي کې اولمپيک کمېټې ټینګار کړی وو چې «له هرې ممکنې لارې به کار واخلي» څو د دې زمينه برابره کړای شي چې يوه داسې افغان لوبډله د ۲۰۲۴م کال اولمپيک سياليو ته واستوله شي چې د «جنسيت برابري پکې مراعت» شوي وي.

د اولمپيک کمېټې د اولمپيک پووالي د برخې مشر جيمز مکلوېډ، وويل چې له افغان ورزشکارانو سره تر «يو شمير بحثونو وروسته د اولمپيک کمېټه په دې آند وه چې په اوس وخت کې د افغان ورزشکارانو منزوي کول سم چلند نه دی.»

د دوبي اولمپيک سيالۍ سږ کال د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د جولای له ۲۶ څخه د اګست میاشتې تر ۱۱نېټې پورې ترسره کیږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

افغان سوک وهونکی چې اوس په پیښور کې ترکاري خرڅوي

03:27

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب