1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان يوې سختې زلزلې لړزولي

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان په شمال ختيځ کې د پنجشنبې په ورځ يوه زوروره زلزله شوې ده. ویل شوي دي چې د دې زلزلې ټکانونو له کابله نيولې تر اسلام آباد پورې احساس شوي دي.

د افغانستان د واخان سيمه
د افغانستان د واخان سيمهانځور: Florian Bachmeier/imagebroker/imago images

د فرانسې د خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله دا زلزله نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱۱مه نيټه) د سیمې پر وخت د دوو بجو په شا او خوا کې شوې ده.

د امريکا متحده ایالاتو د جيولوژيکي سروې دولتي ادارې په حواله د زلزلې مرکز د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې وو.

په افغانستان کې د زيان د اوښتو او يا انسانانو د ټپي کیدو په اړه په سملاسي توګه خبر نه دی ورکړل شوی.

زیاته شوې چې د زلزلې ټکانونو د سيمې پر وخت تر دوو بجو مخکې په پلازمينه کال کې چې د بدخشان له جرم ولسوالۍ څخه څه نا څه د ۳۰۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی، احساس شوي.

په پاکستان کې هم زلزله احساس شوې

پاکستاني چارواکو او د امريکا جيولوژيکي سروې ادارې ويلي دي چې د ريشتر پر مقیاس د دې زلزلې اندازه ۶،۴ درجې ښوول شوې ده او د زلزلې له کبله په خلکو کې سخته ويره خپره شوې او د ځان ژغورنې له پاره یې له خپلو کورونو او دفترونو تېښته کړې ده.

په پاکستان کې هم د مرګ ژوبلې او زيان اوښتنې په تړاو په سملاسي توګه څه نه دي ويل شوي.

د دې زلزلې ټکانونه پر اسلام آباد سربیره په لاهور، پېښور او د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمير په مظفر آباد کې هم احساس شوي دي.

د صاحبه بي بي په نوم یوې ميرمن چې د اسلام آباد په شا او خوا کې اوسي، وويل چې د ماسپښين لمانځه ته یې چمتوالی نيوه چې په ناڅاپي توګه ځمکه ولړزيدله. هغې وويل: «موږ په بيړه له کوره راوتلو او وموليدل چې څه نور کسان هم د کورونو دباندې ولاړ دي.»

هرات زلزله ځپلي؛ بې کوره ژمی تیرول سخت دي

02:21

This browser does not support the video element.

د پېښور ښار اوسيدونکو هم ويلي دي چې د زلزلې د ټکانونو تر احساسولو وروسته له خپلو کورونو او دفترونو څخه وتلو ته مجبور شوي.

۶۵ کلن محمد خان وويل: «دا چې په ماضي کې هم دلته زورورې زلزلې شوي دي نو کله مې چې ټکان احساس کړ وپوهيدم چې دا زلزله به هم تر شپږو درجو کمه نه وي.»

د پاکستان په شمال لويديځ کې د بيړنيو خدماتو وياند بلال فیضي، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته وويل چې پوليس او د ژغورنې عمله د تيارسۍ په حالت کې ده: «تر اوسه د زلزلې له کبله د زیان اوښتو هیڅ رپوټ نه دی ورکړل شوی، که څه هم چې زلزله زوروره وه او ډېر خلک یې دومره ويرول چې په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې له خپلو کورونو او دفترونو را ووتل.»

پاکستان او دا ټوله سيمه چې دې تازه زلزلې ځپلې ده، د يوې فعالې تکتونيکي تختې پر سرحد پرته ده او تل پکې زلزلې کيږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د هرات زلزله ځپلي له کوم وضعیت سره مخ دي؟

30:05

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب