1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان کې سړې هوا او اورښتونو ۴۳ کسان وژلي

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د ژمې سخت موسم په افغانستان او پاکستان کې یو شمیر سیمي اغیزمنې کړي دي او د چارواکو په خبره درنې واورې، بارانونو او سیلابونو له کبله ۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د لویو لارو د بیا پرانیستل کیدو هڅې هم رواني دي.

Afghanistan Winter | Schnee in der Provinz Herat
انځور: DW/S. Tanha

په پاکستان کې د ۲۵ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی چې زیاتره زیان په سویل ختیځ ایالت بلوچستان کې اوښتی دی. د دغه ایالت د طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې مشر عمران زرکون، ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په خبره زیاتره کسان د سختې واورې له کبله د کورونو د چتونو د راغورځیدو له کبله وژل شوي دي.

په بلوچستان ایالات درنه واوره د يو شمیر لویو لارو د تړل کيدو سبب شوی ده. د پنجاب ایالت د بیړنیو مرستو ادارې یوه چارواکي عبدالستار ویلي دي چې د سختو اورښتونو له کبله یوولس تنه مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا په افغانستان کې د ژمي سخت موسم د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ تنه وژلي دي. د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي حسیب الله خان شیخاني ویلي دي چې په افغانستان کې زیاتره لوی لارې د درنې واورې د اورښت له کبله بندې شوي دي او د برف کوچونو اندیښنې هم شته.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ویلي دي چې په دغه ولایت کې سختو بارانونو اته تنه وژلي دي. د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده ویلي دي په دغه ولایت کې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د یوې کورنۍ پنځه غړي هم پکې شامل دي. د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک هم ویلي دي چې په دغه ولایت کې سخت اورښتونو درې تنه وژلي دي.

په پلازمېنه کابل کې هم هوا ډیره سړې ده چې پکې د تودوخې درجه یې منفي ۱۵ ته رسیدلې ده او خلک د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب