د افغانستان بانک وياند ايمل هاشور دويچه ويله ته وويل چي د حبيب بانک جواز يې ځکه لغوه يا فسخه اعلان کړی دی چي دغه بانک پر توصيو، اخطارونو او جريمو سربيره بيا هم د افغانستان بانکي قوانين نه مراعتول.
هاشور وويل چي پر دې ټولو سربيره د افغانستان بانک په وار وار له حبيب بانک څخه وغوښتل چي خپله پانگه په افغانيو بدله کړي، خو دوی د جواز تر لغوه کېدو پوري دغه کار و نه کړ.
هغه وايي چي حبيب بانک د افغانستان په اقتصادي وده کي خاص او رغنده رول نه درلود: «په تيرو دوو کلونو کي دوی د زرو افغانيو په اندازه هم پانگوالو ته پور نه دی ورکړی.» د دوی په خبره نو دغه دوه لاملونه وه چي د افغانستان بانک عالي شورا په وروستۍ غونډه کي پريکړه وکړه چي د حبيب بانک جواز فسخه کړي.
د افغانستان بانک وياند وايي چي هر هغه هيوادوال چي په حبيب بانک کې پيسې لري، کولای سي تر راتلونکو درو مياشتو پوري خپلي پيسې راوباسي.
هغه وايي چي حبيب بانک په دې مکلف سوی دی چي په درو مياشتو کي د خپلو مشتريانو حسابونه تصفيه کړي.
د پاکستان د حبيب بانک څانگي تر يوې نيمي لسيزي زيات وخت راهيسي په افغانستان کي فالعيت کاوه.
له پاکستانه خپرېدونکي ورځپاڼي ډيلي پاکستان د مارچ مياشتي پر ۲۹ ڼېته د حبيب بانک د وياند په حواله ليکلي دي چي بانک يې په افغانستان کي د مقرراتو د غوښتني له کبله خپل فعاليتونه بندوي.
ن.ز/س.ر
زموږ له ارشيف څخه:
د نړۍ تر ټولو خطرناک بانکونه
د مالي سستمونو څارونکي هيئت د نړۍ د سترو او خطرناکو بانکونو نوملړ خپور کړی دی. خطرناک په دې معنا چې د دې بانکونو ډيوالي کيدل د يوه دولت پر اقتصادي وضعيت ډير ناوړه اغيز لرلای شي.
انځور: Reuters/K. Paffenbach د مالي ثبات د هیئت په حواله د امريکا «J.P.Morgan» بانک د نړۍ د مالي سستمونو د ثبات له پاره ډير اهميت لري او په عين حال کې يو خطرناک بانک دی. د هغو۳۰ تر ټولو مهمو بانکونو په نوملړ کې چې دولتونه یې په هيڅ صورت کې ډيوالي کيدو ته نه پرېږدي، دا يوازنی بانک دی چې په سر کې يې ځای لري. د امريکا دا تر ټولو ستر بانک د يوه «نورمال بانک» په پرتله ۲،۵ سلنه زياته سرمايه بايد ولري.
انځور: Getty Images/E.Dunandپه دغه نوملړ کې امريکايي سټي بانک هغه مهم انستيتويت دی چې په دويمه گټگوري کې یې ځای نيولی دی. په دې گټگورۍ کې ځای پر ځای شوي بانکونه د نورو په برتله دوه سلنه زياته سرمایه بايد ولري.
انځور: picture-alliance/dpaدويچه بانک (د آلمان بانک)
دويچه بانک، د بينک آف امريکا او HSBC بانک سره په يوه گټگورۍ کې دی. د مالي ثبات هيئت يوازي د بانکونو ستروالی نه ارزوي، بلکې هغه خطر هم ارزوي چې د دوی په سستمونو کې موجو دی او دا هم چې دغه بانکونو څه رنگه له مالي سستمونو سره پيچل شوي دي. ځکه دا ددې له پاره پريکړنده ده چې د يوه بانک ناوړه وضعيت د ټولي مالي څانگې او پر دې سربيره د نورو څانگو له پاره کومې پايلي لري.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Probstد فرانسې BNP پاريباس بانک له دويمي گټگورۍ څخه دريمې ته راکښته کړل شوی دی. د نړۍ د تر ټولو مهمو بانکونو نوملړ چې «G-SIB» یې مخفف دی، په کال کې يو ځل تازه کيږي.
انځور: picture-alliance/dpaپه دريمه گټگورۍ کې دوه نور چينايي بانکونه اضافه شوي چې په دې توگه د چينايي بانکونو شمير درو ته لوړ شوی. د ICBC ترڅنگ د بانک آف چاينا او چينايي ودانيز بانک هم په دې گټگورې کې دي. دا بانکونه خو له پخوا ستر ول، خو اوس له نړيوال مالي سستمونو سره اوبدل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Bakerکريدت سويس (Credit Suisse)
په دې وروستيو کې «کريدت سويس بانک» هم د نړيوالو مالي سستمونو له پاره يو څه مهم شوی دی. دغه بانک د کمې سرمايې لرونکو بانکونو په گټگورۍ کې درجه بندي شوی. کريدت سويس په دې توگه د يوه نورمال بانک په پرتله يو فيصد زياته سرمايه بايد ولري.
انځور: picture-alliance/Keystone/S.Schmidtد کريدت سويس سيال بانک يو بي ايس هم په همدې گټگورۍ کې شامل کړل شوی دی. د «G-SIB» په نوملړ کې د رويال بينک آف کاناډا نوم ور اضافه شوی او د فرانسې د بانکونو گروپ «پي بي سي اي» ترې ايستل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa