1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان بنګله دیش ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي لوبو په ترڅ کې افغانستان بنګله دیش ته د ۶۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه

متحده اماراتو کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله
متحده اماراتو کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځیدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. که څه هم د افغانستان لومړۍ وېکټه په ۱۹ منډو غورځیدلې وه، خو د ابراهیم ځدراڼ ۴۶ او د کپتان محمد نبي په ۱۷ توپونو ۴۱ چټکو منډو له افغانستان سره مرسته وکړه چې بنګله دیش ته نسبتاً یو لوړ هدف وټاکي. محمد نبي د لوبې تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو.
د بنګله دیش پر وړاندې د افغانستان توپ اچونه خورا غوره وه او د بنګله دیش اوپنران یې دې ته پرېنښودل چې ټاکلي هدف ته ورسیږي. د ۲۶ منډو تر جوړولو وروسته د بنګله دیش د سر څلور لوبغاړي سوځیدلي وو.
په پای کې د بنګله دیش لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۹۸ منډې وکړې. په دې لوبه کې فضل الحق فاروقي درې لوبغاړي وسوځول. افغانستان د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره خپله دوهمه تمریناتي لوبه لري. په پام کې ده چې افغانستان د سوپر ۱۲ پړاو لوبو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه له انګلستان سره وکړي.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب