افغانستان به خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له هندوستان سره وکړي
۱۳۹۶ آذر ۲۱, سهشنبهد همدې کال په جون میاشت کې افغانستان او ایرلنډ د کرکټ په نړۍ کې د ټیسټ کرکټ دوه نوي غړي وټاکل شول. ایرلینډ لا له وړاندي خپله لومړۍ ټیسټ سیالي له پاکستان سره پلان کړې چې د راتلونکې کال په می میاشت کې به وشي.
د دوشنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ بورډ یا د کرکټ له ادارې څخه راهول جوهري په ډهلي کې د بورډ تر ځانګړې عمومي ناستې وروسته پر خپله تويتر پاڼه لیکلې وو چې «د افغانستان د ټیسټ لومړۍ لوبه به له هندوستان سره ترسره شي. دوی ته د پنځه ورځنې کرکټ لړې ته ښه راغلاست وایو.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د ادارې چارواکو په تير اکتوبر میاشت کې له جوهري سره د هندوستان په ممبيې ښار کې لیدلي وو او د ټیسټ کرکټ د لومړۍ درجې دغه هیواد څخه یې غوښتنه کړې وه چې له ټیسټ لوبو تازه غړي سره لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانیکزي پر خپله ټویټر پاڼه د هندوستان له کرکټ بورډ څخه د دوی د غوښتنې د منلو له امله مننه کړې او لیکلې یې دي چې تاریخې دوست هیواد له افغانستان سره خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کوي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې زما او د ګڼ شمیر هغو افغانانو خوبونه چې له کرکټ سره مینه لري، ریښتیا شول.