1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی او له طالب مشرانو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او زیربنايي پروژو پر سر خبرې کړي دي.

Kabul, Afghanistan
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ دازبیکستاند لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه یف، د یوه ۴۵ کسیز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی دی. د نوموړي د دغه سفر موخه د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پراختیا په ګوته شوي.

جمشید خواجه یف د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالانو، عبدالسلام حنفي، ملا عبدالغني بردار او د طالبانو د کابینې له غړو سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې لیدنه او غونډه کړې.

د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر ایکس پاڼه نشر شوې یوه خبر پاڼه کې لیکلي، د دواړو لوریو ترمنځ  «د رېل پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا، سیاسي او اقتصادي برخو کې » د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د بردار له قوله ویل شوې دي، چې هغه د مرکزي اسیا هېوادونو سره د ازبکستان په لاره د افغانستان پر ترانیزیټي توکو د فیس کمولو غوښتنه کړې دی: «افغانستان د مرکزي آسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه د ازبکستان له مسیرونو څخه زیاته استفاده کوي. په دې مسیر کې د افغانستان پر محمولو باندې ترانزیټي فیس د نورو مسیرونو په مقایسه لوړ دی چې موږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.»

اعلامیه زیاتوي، ملا برادر او د ازبیکستاني پلاوي ترمنځ په ازبیکستان کې د دغه هېواد له لورې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د طالبانوریاست الوزارت اقتصادي معاونیت پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې ده، چې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه يف ژمنه کړې، چې د افغانستان سره به د «کرنې، ترانسپورت، رېل پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، اوبو مدیریت او کانونو استخراج»  په برخه کې همکاري وکړي.

خواجه یف ویلي دي، چې ازبیکستان د یو لړ اسانیتاو په رامنځته کولو باندې کار کړی، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه کابو درې میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړي: «ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتو د زیاتولو په اړه ازبیک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درېیو میلیاردو ډالر ته ورسېږي.»

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان ته د خپل سفر پرمهال دغه راز ژمنه کړې ده، چېافغان سوداګرو ته به لا ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي او په ترمز کې به افغان سوداګرو ته یو لوی سوداګریز مرکز هم وسپاري.

هغه ویلي: «دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې افغاني محصولاتو نړېوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمز کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.» 

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تیریږي، خو تر اوسه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلي. تر دې وړاندې هم د ازبکیستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان ته سفر کړی و. افغانستان ته په دومره لویه کچه د ازبکستاني پلاوي سفر ښیي، چې دغه هېواد له طالبانو سره تعامل لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل